1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د سر دردۍ د حملې مخه څرنگه نيول کيدای سي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۲, جمعه

نيم سری کيدای سي بېلا بېل دلايل ولري. يو ئې زموږ د تغذيې طريقه کيدای سي. پوهان وايي کله چي نيم سری حمله وکړي، زموږ مغز ډيري انرژۍ ته اړتيا لري او په حقيقت کي درد د دغي اړتيا نښانه ده.

https://p.dw.com/p/2cq0J
Symbolbild Kopfschmerzen Migräne
انځور: Fotolia/Adam Gregor

ولي ځيني خلک په نيم سری (ميگرن) يعنی د سر درد اخته کيږي؟ څه وخت انسان ته د سر درد او ځيني وخت د ليدو اختلال پيدا کيږي؟ پوهان تر اوسه پوري بريالي سوي نه دي چي د دغي ناروغۍ دقيق علت توضيح کړي.

دوی په دې باور دي چي په دې برخه کي خامخا ژنتيکي عوامل رول لري. خو پوهان پر يوه بله نظريه هم کار کوي او دې پايلي ته رسېدلي دي چي نيم سری په مغز کي د انرژۍ د کمښت په سبب پيدا کيږي، نو که داسي وي ښه تغذيه کولای سي د سر د درد مخنيوی وکړي.

که مغز ته پوره انرژي و نه رسيږي، بدن ته داسي علايم رسیږي چي دغه کمښت ژر ليري کړي. وروسته نو بيا دغه علايم د نيم سري په شان خپل ځان ښيي: تت ليد، په خبرو کولو کي اختلال او سخته سر دردي. په دغه وخت کي بدن ته د پوره انرژي رسول ډېر مهم دي.

دا نظريه توضيح کوي چي ولي هغه کسان چي په نيم سري اخته کيږي، تر هغه لږ مخکي يې ډيري شيرينۍ خوړلو ته احساس ډيريږي. په حقيقت کي دغه احساس د درد د پيليدو علايم دي چي تر درد مخکي کيږي. د دې نظريې پر اساس مغز ته د لازم قند (شکر) رسول د نيم سري يا سر درد د متوقف کولو وروستی امکان دئ.

پايلي: دا چي د نيم سري ډير ناروغان تر سر دردي پيلېدو مخکي يې خوږو ته زړه کيږي او بيا د سر درد پيليږي، دا تصور به ئې تيروتنه وي چي د قند يا خوږو په خوړلو سره ئې سر دردي پيدا سوه.

ولي د نيم سري لرونکو کسانو مغز د درد تر پيليدو مخکي ډيري انرژۍ ته اړتيا لري؟

ډاکتران فکر کوي: يا د هغوی مغز تر هغو کسانو ډېر فعال دی چي نيم سری نه لري.

يا د هغوی مغز له بېلابېلو محرکاتو سره زيات حساسيت ښيي.

د دغو خوراکي موادو د خوړلو توصيه کيږي: سبوس لرونکي مواد، په پوره اندازه ميوه او سابه، شلومبې او نور لبنيات او پروټين.

زموږ له ارشيف څخه: