1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي سترې محکمې د شیعه روحاني اعدام تائید کړ

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د نړیوالو له لوري پر نیوکو سربیره د سعودي عربستان ستري محکمې د یوه مهم شیعه روحاني او د هغه د وراره اعدام تائید کړی دی. اوس وروستۍ پریکړه بايد د سعودي عربستان پاچا وکړي.

https://p.dw.com/p/1GuCA
انځور: picture-alliance/AP Photo

د نمر النمر برخلیک د هغه د ورور په وینا اوس د سعودي عربستان د پاچا په لاس کې دی. هغه هیله من دی چې د سعودي عربستان واکمن به د نمر او نورو شپږو کسانو د اعدام د سزا د حکم په درولو سره خپل «حکمت» وښيي.

نمر النمر چې شیعه مذهبه روحاني مشر دی، د ریاض د سني پاچاهۍ کورنۍ سرسخته مخالف بلل کیږي. هغه په ۲۰۱۱م کال کې د حکومت د مخالفینو په یوه لاریون کې وعظ کړی وو او له سعودي عربستان څخه یې د القطیف او الاحسا، د سیمو د جلا کیدو پلوي توب کړی وو. د دغو سیمو زیاتره اوسیدونکي شیعه گان دي.

یو کال تر مخه النمر د فتنې اچولو، نافرمانۍ او د وسلي د درلودلو له کبله د یوې ځانگړې محکمې له لوري د مرگ په سزا محکوم شو. په سعودي عربستان کې شیعه مذهبي چې په اقلیت کې دي له ډیري مودې راهیسې د سرسخته شاهي خاندان له لوري د اجتماعي او مذهبي توپیري چلن له کبله شکایت کوي.

همداشان د محکمې له خوا د النمر د وراره علي النمر د اعدام حکم هم تائید شوی دی. هغه په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې په لاریونونو کې برخه اخیستې وه. هغه مهال د هغه عمر د قانون له لوري تر ټاکل شوي سن کم وو. پر هغه باندي پر نورو سربیره د فرقو تر منځ لمسون ته د لمن وهلو تور دی. د هغه د وکیل د وینا له مخې د سعودي عربستان د پاچا له لوري د مرگ د سزا د تائیدولو په صورت کې به هغه اعدام شي.

د علي النمر، د ژغورنې له پاره په فیسبوک کې یو کمپاین پیل شوی دی
د علي النمر، د ژغورنې له پاره په فیسبوک کې یو کمپاین پیل شوی دیانځور: Facebook/Save Ali-Al Nimr

د بخښنې د نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل تر څنگ اروپایي ټولنې او د آلمان حکومت هم پر دغه حکم باندي نیوکې کړي دي. د ایمنسټي د وینا له مخې د روان میلادي کال راهیسې د سپتمبر تر پايه پوري سعودي عربستان د اعدام ۱۳۴ سزاوې تطبیق کړي دي. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۴م کال کې ۹۰ تنه اعدام کړی شوي ول.

د ایران خبرداری

ایران د یکشنبې په ورځ د نمر النمر د اعدام د عواقبو په هکله ریاض ته خبرداری ورکړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، که چیرې د دغه روحاني مشر د اعدام سزا تطبیق شي، نو په وینا یې سعودي عربستان به د هغې «لوړه بیه» ورکړي.