1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سلما بند ۸۰ زره جريبه مځکه اوبوي

۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبه

په هرات کي د سلما بند جوړولو کار تر ۸ کلونو وروسته بشپړ سو. په دغه بند کي د اوبو زېرمه کول له يکشنبې ورځي راهيسي پيل سول. دغه بند به د زرونو جريبه مځکي پر اوبولو سربيره ۴۲ مېگاواټه برېښنا هم توليدوي.

https://p.dw.com/p/1G5Em
انځور: DW/H. Hashimi

د سلمان بند د افغانستان پر يوه مهم رود «هريرود» باندي جوړ سوی دئ. د دغه بند د جوړېدو عملي کار په ۲۰۰۵م کال کي پيل او له ټولو امنیتي گواښوونو سره سره د يکشنبې په ورځ بشپړ سو.

د پلان له مخي به دغه بند په يوولسو مياشتو کي ۶۴۹ متره مکعبه اوبه زېرمه او تر هغه وروسته به مځکو ته اوبه ورکړي او برېښنا به توليدوي.

دغه بند د هندوستان هيواد په مالي مرسته جوړ سوی دئ. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي هند د دغه بند د جوړولو له پاره ۳۰۰ ميليونه ډالره مصرف کړي دي.

د دغه بند د جوړولو اصلي موخه د هريرود په اوږدو کي پرتو مځکو ته اوبه رسول دي، چي تر دې دمخه يوازي ۴۰ سلنه مځکو ته اوبه رسېدلې.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي د سلما بند به له هغه وروسته چي په يوولسو مياشتو کي له اوبو ډک سي، ۸۰ زره هکتاره مځکه به اوبه کړي.

Afghanistan Salma Damm
انځور: DW/H. Hashimi

د سلما بند ۱۰۷ متره لوړوالی،۲۰ کيلومتره اوږدوالی او ۷ کيلومتره بر لري.

په پلان کي ده چي پر دغه باندي باندي به د برېښنا د توليد له پاره درې توربينونه کښېښول سي چي ۴۲ مېگاواټه برېښنا به توليدوي. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي، د توربينانو د ايښوولو چاري پيل سوي او دغه بند به د اوبو په ډکېدو سره د برېښنا توليد هم پيل کړي.

د سلما بند په جوړېدو سره د هريردو اوبه راگرځول سوي دي. خو هغه کانالونه چي له دغه بند څخه بيا مځکو ته اوبه پکښې تيريږي تر اوسه پوري لا نه دي جوړ سوي.