د سلوانيا نوي ولسمشر لوړه وکړه
۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبهاعلان
په سلوانيا کې سوسيال ديموکرات بوروت پاهور د هېواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. د حکومت دغه ۴۹ کلن پخواني مشر، د دسمبر په پيل کې د پخواني ولسمشر، دانيلو ترک، څخه ټاکنې ګټلې وې. د ولسمشر په توګه، په خپله لومړۍ وينا کې، پاهور وويل چې دی غواړي د حکومت او اپوزيسيون يا مخالفو ګوندونو په مرسته په ګډه د بحران څخه د راوتلو يوه لاره وسنجوي. سلوانيا، چې له ۲۰۰۴ کال راهيسې د اروپايي ټولنې غړيتوب لري، دا مهال له يو سخت اقتصادي بحران سره مخامخ ده.