1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «سل کلونو کلي» اوسېدونکو د اږده عمر راز په څه کي دئ؟

۱۳۹۴ شهریور ۳۰, دوشنبه

په اکوادور کي د «ويلکابامبا» کلی خپلي ځانگړتياوي لري. د دغه کلي ډېر اوسېدونکي سل کلنۍ ته رسيږي؛ ځکه نو د دغي سيمي نوم د «سل کلونو دره» ياديږي. د دغي سیمي د اوسېدونکو د اوږده عمر راز په څه کي دئ؟

https://p.dw.com/p/1GZor
د «سل کلنو درې» يوه زړه ښځه
انځور: picture alliance/blickwinkelS. Rocker

د ويلکابامبا کلي يوه ماينه او مېړه مسي دلگادو او خاوير دلگادو ۹۶ او ۱۰۶ کلن دي. دغه دواړه ۷۳ کاله کيږي چي گډ ژوند لري. دوی د زاړه عمر سره سره په دې توانيږي چي ورځني کارونه، لکه خواړه پخپله ځان ته برابر کړي.

د مسي او خاوير د اولادو، لمسيانو او کړوسيانو شمېر ۳۰ ته رسيږي او دوی د پوره روغتيا خاوندان دي، سترگي ئې ويني او غوږونه ئې اوري.

۱۰۶ کلن خاوير د خپل اوږده عمر او ښې روغتيا عوامل حرکتي کارونه گڼي. هغه وايي شپږ کاله دمخه چي سل کلن سو له ځان سره ئې وپتېيل چي نور به کار نه کوي، خو له ۹۵ کلنۍ څخه دې ته متوجه سوی چي نور ئې هغه د پخوا حالت پاته نه دی چي کارونه په چټکۍ سره خلاص کړي.

خو له دې سره سره هغه هره ورځ پياده گرځي. هغه هره ورځ نژدې ۳ کيلومتره له کوره ليري ځي او له هغه ځايه خپلو کورنيو حيواناتو ته واښه راوړي.

د خاوير ماينه وايي چي د مېړه ئې الکولي مشروبات خوښ نه دي، ځکه ئې نو عمر ډېر دئ.

پر دغي ماينې او مېړه سربيره د اکوادور په جنوب کي د «ويلکابامبا» کلي ډېر اوسېدونکي سل کلنۍ ته رسیږي او دغه سیمه اوس د «سل کلونو په درې» مشهوره ده. ويل کيږي چي د دغه کلي يو اوسېدونکی حتي ۱۲۷ کلن دئ.

ډېرو خلکو کوښښ کړی دئ، چي د ويلکابامبا کلي د اوسېدونکو د اوږده عمر رمز معلوم کړي. آيا د دغي سيمي يخي هوا دلته ژوند مناسب کړی دئ؟ آيا د رود يخي اوبه دي چي ډېر منيرالونه هم لري يا هغه سبزيجات دي چي په دغه سيمه کي کرل کيږي او د خلکو د اوږده عمر سبب سوي.

خو د دغي سيمي اوسېدونکي په ټوکو کي وايي چي پر خدای گران دي، چي اوږده عمرونه لري. داسي ويل کيږي چي په ټوله نړۍ کي بل هيڅ داسي سيمه نسته چي د اوسېدونکو عمرونه دي ئې د ويلکابامبا د کلي اوسېدونکو په شان اوږده وي.

په اکوادور کي د ويلکابامبا کلی
په اکوادور کي د ويلکابامبا کلیانځور: picture alliance/Kyodo

ويل کيږي چي د دغي سيمي د اوسېدونکو د اوږده عمر په اړه خبر تر خپرېدو وروسته اوس ډېر سېلانيان دغي سیمي ته ورځي او ځينو ئې پتېيلې ده چي هلته پاته سي.

اوس دغي سيمي ته ډېر شتمن کسان تللي دي او هلته ئې مځکي رانيولي او خورا گران کورونه ئې هم جوړ کړي دي، چي کټارې هم ورباندي راگرځېدلي دي، چي دې کار د دغه کلي هغه پخوانۍ بڼه بدله کړې ده.

خو ۱۰۶کلن خاوير دلگادو خپل د اوږده عمر يو بل راز له خبريالانو سره داسي شريک کړی: «هغه څوک اوږد عمر لرلای سي، چي مهربانه وي او يوازي د ځان له پاره ژوند نه وکړي. هغه څوک اوږد عمر لرلای سي، چي له خپلي کورنۍ او گاونډیانو سره ښه چلن وکړي او هغه څوک چي اړ وي مرسته ورسري وکړي.»