1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «سندې» توپان وچي ته ورسید

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه

د سندې سمندري توپان نیویارک، نیو جرسي او یو شمیر نورو ښارونو ته رسیدلی دی. د توپان له کبله یو شمیر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په میلیونو نور اوس په خپلو کورونو کې بریښنا نه لري.

https://p.dw.com/p/16ZH5
انځور: AP

د رپوټونو له مخې د دوشنبې په ورځ نزدې ۱۰ کسان هغه وخت ووژل شول چې د سندي توپان وچې ته ورسید. په دې ترتیب سره نو سندې نومي توپان د دوشنبې په ورځ نیویارک او نیو جیرسي تر نورو ځایونو ډیر تاواني کړل. په دغو ښارونو کې ډیر تیز باران حالت نور هم خراب کړی دی.

د نیویارک په ایالت کې د پنځو تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د دغو کسانو په ډله کې هغه وګړی هم شامل دی چې د نیویارک په ښار کې د یوې ونې په چپه کیدو کي وژل شوی دی.

د نیویارک تر ځمکې لاندي ډيري لاري له اوبو ډکې دي. دا چې په ډیرو برخو کې بريښنا نه شته نو په نیویارک کي د شپې له خوا تیاره وي.

په نیو جرسي کې هم هغه وخت دوه کسان ووژل شول چې یوه ونه د هغوی پر موټر باندي راولویده. دغه راز په یوه اتومي بټۍ کې هم د درياب د اوبو د سطح د لوړیدو له کبله بیړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د نیویارک او نیو جیرسي تر څنګ په کونیکتیکت او جنوبي ویرجینیا کې هم د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي. که څه هم «سندې» ځمکې ته تر رسیدو وروسته یو څه کرار شوی دی خو امریکايي چارواکي بیا هم وایي چې دا یو ډیر پیاوړی توپان دی چې په تیرو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

د سندي توپان په مسیر کې څه نا څه پنځوس میلیونه کسان دي. د دې توپان له کبله د ټول ټال درو میلیونو کسانو په کورونو کې بریښنا تللې ده او تر یوه میلیون ډیر نور کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د اسهامو مارکیټ د یوولسم د سپتمبر تر پېښي وروسته په تیرو لسو کلونو کې د لومړي ځل له پاره تړل شوی دی. دا مارکیټ به د سه شنبې په ورځ هم تړلی وي. دغه راز دې هيواته او له هغه څخه دباندي نزدې ۱۲۰۰۰ پروازونه د چهارشنبې تر ورځې پورې هم لغوه شوي دي.

توپان پر ټاکنو هم اغیزه کړې ده

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما چې د نومبر پر شپږمه نیټه به د میت رامنې پر وړاندي په ټاکنو کې ګډون وکړي، د دوشنبې په ورځ په فلورادا کې خپل یو ټاکنیز کمپاین لغوه کړ. هغه ویلي دي چې اوس يې تر ټولو مهم لومړيتوب د امریکایانو د ژوند ژغورل دي.

د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوباما سیال میت رامني، هم خپل ډیر کمپاینونه لغوه کړي دي او ویلي یې دي چې اوس باید امریکايي مشران له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د توپان له خطر سره مخامخ دي.

مسعود جهس (AFP, Reuters, dpa, AP)
کتونکی: عبدالباي حکیم

له متحده ایالاتو څخه او دې هیواد ته رسیدونکي شاوخوا ۱۲۰۰۰ پروازونه هم لغوه شوي دي
له متحده ایالاتو څخه او دې هیواد ته رسیدونکي شاوخوا ۱۲۰۰۰ پروازونه هم لغوه شوي ديانځور: AP
ولسمشر اوبا او د هغه سیال میټ رامني د توپان له کبله خپل ټاکنیز کمپاینونه لغو کړی دي.
ولسمشر اوبا او د هغه سیال میټ رامني د توپان له کبله خپل ټاکنیز کمپاینونه لغو کړی دي.انځور: Getty Images