1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوات درې اوسيدونکي: سوات جنت و خو اوس دوږخ ګرځېدلی

۱۳۸۷ بهمن ۶, یکشنبه

د 2008 کال د پای څخه را په دې خوا د پاکستان شمال لويديزه سیمه، سوات چي يو وخت د سيلانيانو له پاره يوه په زړه پوري دره وه، د اسلام پالو اورپکو تر کنترول لاندي ده او هرڅه په بل ډول دي...

https://p.dw.com/p/Gfuy
د سوات درې نارينه او ښځينه اوسيدونکي
د سوات درې نارينه او ښځينه اوسيدونکيانځور: AP

د افغانستان سره د ګډي پولي په اوږدو پرتو سيمو کي پاکستاني اسلام پالونکي وار په وار خپله واکمني پراخوي. د پاکستان په شمال لويزه صوبه کي سوات په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ورغلی دی. د هغوی مشر، مولانا فضل الله يو تند لاری ملا دی چي غواړي په زور هلته اسلامي بنسټ پالنه پلي کړي. تر اوسه پوري په سل ګونو کسان په سوات کي د طالبانو ددې کمپاين قرباني سوي دي، چي د هغوی په ډله کي پوليس او عسکر هم شامل دي.

د سوات يوځوان اوسيدونکي چي اسلام اباد ته د زده کړو له پاره تللی د طالبانو د وري څخه خپل اصلي نوم نه دی ښودلی ويلي دي چي « دولت تقريباً هيڅ واک او اختيار نه لری. حکومت د خلکو امنیت خوندي ساتلی نه شي.»

يو بل ځوان فواد وايي:« زموږ کالج په وطن کي د طالبانو د يوې بمي حملي سره ويجاړ شو.» هغه بیاهم بختور دی چي لږ ترلږه خپلي زدکړي پرمخ بيايي، خو خواره خواري د نجونو ده. ګمان نه کيږي چي د پاکستان له دغي محافظه پالي سيمي څخه دي څوک خپله لور ښار ته د زده کړو له پاره واستوي. حال دا چي دا د نجونو ښونځۍ دي چي اسلام پال افراطيون د هغوی مخالفت کوي او وايي چي ګواکي د ښځو تعليم د اسلامي احکامو خلاف کار دی.

د سوات څخه هره ورځ د عامو خلګو په لسهاوو جنازې ايستل کيږي
د سوات څخه هره ورځ د عامو خلګو په لسهاوو جنازې ايستل کيږيانځور: AP

طالبانو په تير يونيم کال کي په سوات کي له کابو 2000 ښونځيوڅخه څه د پاسه 170 ويجاړي کړي چي ډيری يې د نجونو دي. د نشنل عوامي ګوند غړي ظاهرخان د ټيليفون له لاري ويلي، په شمال لويديزه صوبه کي حکومت هڅه کوي چي امن بيرته اعاده کړي.

« ايالتي حکومت له هغو کسانو سره خبري کوي چي پر ښونځيو باندي د حملو تر شا ولاړ دي. خو په حقیقت کي پوځ دقانون او نظم دخوندي ساتني له پاره مسووليت لري.»

ظاهرخان دا خبره په خوله را نه وړه چي اسلام پال اورپکي په دغو حملو لاس پوري کوي. د دې پرځای هغه دا د پاکستان په شمال کي د پښتنو پر ضد د پنجابيانو دسيسې گڼي. خو د هغه دا ادعا د هغو کسانو د بیان سره تناقض لري چي له سوات څخه تښتېدلي دي. حتی د ژمي په رخصتيو کي هم افراطينو خپلو بمي حملو ته دوام ورکړی، نو په دې وجه معلومه نه ده چي په پسرلي کي به د نجونو ښونځۍ بيرته پرانيستل سي که نه. ميندي اوپلورنه د خپلو ماشومانو د مصؤنيت له پاره اندېښنه لري، ښوونکي هم ويريږي. هغوی په حکومتي پوځيانو باور نه لري، پوځ ونه توانيدی چي د څو مياشتوسختو نښتوسره سره د طالبانو پاڅون شنډ کړي.

ځوان فواد په خپل وطن سوات پسي ډير خفه دی، هغه ډيره مينه لري چي خپله کورنۍ بيرته په سوات کي وويني. « پلار راته مشوره راکړه چي ږيره اوږده پريږدم او سپينه خولۍ پر سر کړم، کټ مټ د افراطينو په څېر.» دا هغه څه دي چي طالبانو په سوات کي پرخلکو باندي زور راوستی چي څرنګه جامې واغوندي. د يو داسي وضعيت په شته والي سره فواد بيرته وطن ت د تګ جرئت نه شي کولای. «پخوا سوات يوجنت ؤ. اوس هغه دوزخ ګرځېدلی. موږ غواړو چي دغه جنت بيرته اعاده شي.»