1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوات درې له بې ځايه سوو کورنيو سره نړيوالې بشري مرستي پراخيږي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳۰, چهارشنبه

د امريکې متحد ايالتونه غواړی، د سوات له درې څخه بې ځايه سووکډوالو ته د 100 مليونو ډالرو مرسته ورسوي...

https://p.dw.com/p/Hu7r
د سوات درې د بې ځايه سوو کورنيو ماشومان د خوراک د ترلاسه کولو په تمه
د سوات درې د بې ځايه سوو کورنيو ماشومان د خوراک د ترلاسه کولو په تمهانځور: AP

د امريکې د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هيليری کلينتن د سې شنبې په ورځ په واشنګتن کې وويل، چې د پاکستان ټينګښت نه يوازې د ټولې سيمې غوښتنه ده، بلکې د امريکې د متحدو ايالتونو لپاره هم امنيتی په زړه پوری والی لری. د امريکې متحد ايالتونه غواړی هغو يونيم مليون کډوالو او بې ځايه شويو ته چې د پاکستان د حکومتی ځواکونو او د اسلامي بنسټپالوطالبانو ترمنځ د جګړې له لاسه تيښتې ته اړ شويدی، نه يوازې خوراکی توکی ورسوی، بلکې خيمې او جنراتورونه هم ورته ودروی.

« دغه مرستې نه يوازې يو سم کار دی، بلکې موږ باور لرو چې د نړی او بيا د امريکې د متحدو ايالتونو د امنيت لپاره هم ټاکونکی دی »

ملګری ملتونه خبر ورکوی چې د پاکستانی ځواکونو او اسلامی طالبانو تر منځ جګړو څه دپاسه يو مليون تنه له خپلو کورونو څخه بی ځايه او کډوال کړيدی. دا په هغو 500 زره تنو نورو کډوالو ورزياتيږی چې د هيواد په شمال لويديځ کې يي خپلې سيمې خوشې کړې وې. ملګری ملتونه دا د وروستيو وختونو د کډوالۍ د ډيرو سترو سيليو په نامه يادوی.د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيليری کلينتن د مرستو په اعلان سره د امريکې په سياستوالو يو ډول نيوکه وکړه. کلينتن د خبرلوڅو په وړاندې وويل، د تيرو ديرشو کلونو سياستوال له «بې اتفاق» پرته بل څه نشی نومول کيدای. د امريکې ولسمشر بارک اوباما لا دمخه د افغانستان او پاکستان په هکله په خپله نوې ستراتيژۍ کې اقتصادی پراختيا د لومړيو دندو په توګه ټاکلی وه.

د سوات په دره کې د حکومتی ځواکونو او طالب جګړه کوونکو ترمنځ جګړه لا نه ده ختمه شوی، نو د کډوالو شمير هم لا په زياتيدو دی، څرنګه چې د پاکستان خلکو په افغانستان کې د جګړې په وختونو کې له افغانی کډوالو سره مرسته کوله، دادې افغانستان هم د سوات له درې څخه د بې ځايه شويو کورنيو سره د مرستې لپاره د ددو مليونو ډالرو په ارزښت د مرستې مالونه هغې سيمې ته واستوی.

آلمان هم د نورو مرستو تياری ښودلی دی. د آلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په برلين کې د چارشنبې په ورځ وويل، د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يا UNHCR له لارې خپلې مرستې نورې يو مليون ايرو زياتوی. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره بايد په دغو پيسو، د اوسيدو بيړني ځايونه، جوړ کړی، او د اړتياوالو لپاره د مرستې مالونه ورسوی.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير له دې نه چې د کډوالو سمير له يو مليون تنو نه اوښتظ انديښنه څرګنده کړه، او ويي ويل چې د سيمې وضع د انديښنې د پيدا کيدو سبب ګرځي. د مذهبی بنسټپالو په وړاندی عملی کړنه اړينه کيږی، خو ددې بار بايد د ملکی کسانو په اوږو وروانه چول شی.

FAB/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل