1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوريې بحران د نړۍ امنيت ته تر ټول ستر خطر»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۶, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو د سوريې له پاره د ۶ نيم ميلياردو ډالرو مرستي غوښتنه کړې ده. سوريه د قحطۍ خطر ګواښي او کېدای سي په يوه کال کي د دغه هيواد په سلو کي ۷۵ وګړي بهرنيو مرستو ته اړتيا ولري.

https://p.dw.com/p/1AaoQ
انځور: AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د څېړنو له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري نزدې ۹،۳ ميليونه سوريايان په خپل هيواد کي دننه او ۶،۸ ميليونه وګړي به په ګاونډيو هيوادونو کي نړيوالو مرستو ته اړتيا ولري. د سوريې نفوس نزدې ۲۲ ميليونه ښوول سوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر انتونيو ګوتيرس، ويلي دي: «موږ په سوريه کي له وحشتناکو شرايطو سره مخامخ يو، د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري به د سوريې ډېری وګړي يا مهاجر يا به بهرنيو مرستو ته اړ وي.» دا په تيرو لسيزو کي د نړۍ تر ټولو ستر بحران دی.

د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو اداره په راتلونکي کال کي د نړۍ ۱۷ جنګ ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو له پاره نزدې ۱۳ ميليارده ډالري بوديجې ته اړتيا لري. د دغي بوديجې نيمايي بايد په مستقيمه توګه سوريې يا د هغه ګاونډيو هيوادونو ته چي د سوريې په بحران کي تاواني سوي دي، ولېږل سي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي نزدې ۲،۳ ميليونه سوريايان د دغه هيواد ګاونډيو هيوادونو ته مهاجر سوي دي.

د ترکيې په سرحد کي د سوريې کډوال
د ترکيې په سرحد کي د سوريې کډوالانځور: picture-alliance/dpa

د مرستو رسولو ډېرو سازمانونو اعلان کړی دی چي د سوريې وګړو ته د مرستو رسولو له پاره نزدې ۴،۳ ميلياردو ډالرو ته اړتيا ده. دغه مبلغ د سوريې له پاره د روان کال په جون مياشت کي غوښتل سوی وو. دغو سازمانونو ويلي دي چي د ژمنه سوو پيسو دوه پر دريمه برخه يې تحويل سوي دي او نوري لا تر اوسه پوري همداسي پاته دي.

په آلمان کي د «اکسفام» بنياد یوه چارواکي روبرت ليندتر وويل: «د ژمي په رارسيدو سره، ښايي چي مرسته کوونکي هيوادونه هر څوره ژر چي کيږي پر خپلو ژمنو باندي عمل وکړي او پيسې ورکړي.»

په سوريه کي د قحطۍ خطر

د خوراک نړيوال سازمان د سوريې وضع په وروستيو لسيزو کي «تر ټولو خرابترين بحران» ګڼلی دی. د دغه سازمان په خبره د سوريې د نفوس نيمايي يې له لوږي سره مخامخ دي او د وګړو يو پردرېمه برخه سمدلاسه خوراکي موادو ته اړتيا لري.

د دوی په خبره مرستوندوی سازمانونه بايد نزدې ۷ ميليونه نفره تر خپل پوښښ لاندي راولي او په ځانګړې توګه کوچنيانو او زده کوونکو ته بايد پاملرنه وکړي.

د هغه راپور له مخي چي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۶) د «ژغورني د نړيوالي کمېټې» له خوا خپور سوی دی پکښي راغلي دي چي د سوريې وګړي له لومړنيو اړتياوو څخه بې برخي دي. په دغه هيواد کي د جنګ له پيله څخه د ډوډی بيه ۶ برابره لوړه سوې ده. د سوريې ډېری وګړي د خوراکي موادو او څښاک د پاکو اوبو له نه شتون څخه په عذاب دي.