1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې تر غونډې مخکې لا کشماکشونه

۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه

په ژنيف کې د سوريې په اړه د ټاکل شوو تازه خبرو اترو مخکې اوس په پاريس کې د غربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران په خپلو منځو کې سلا مشورې کوي. د سوريې اپوزيسيون له وړاندې لا ټولې خبرې اترې ناکامې بللې دي.

https://p.dw.com/p/1ICLT
انځور: Imago/Xinhua/M. Abu Ghosh

د اپوزيسيون د ردونکي دريځ دليل دا دی چې دمشق اعلان کړی دی چې په ژنيف کې به د ولسمشر بشار الاسد د راتلونکي په هکله خبرې او جوړ جاړی ونه شي. د سوريې د بهرنيو چارو وزير، وليد المعلم، ويلي ول چې «موږ به له هيچا سره د ولسمشرۍ په هکله خبرې ونه کړو.» اپوزيسيون دې د ده په وينا هيڅ داسې غونډې ته نه حاضريږي که هغوی د المعلم په خبره «دا غلط تصور ولري چې په ژنيف کې به هغوی ته هغه قدرت ورکړل شي چې په جګړه کې يې نه شوای تر لاسه کولای.»

د اپوزيسيون اصلي ډله، چې د خبرو اترو له پاره عالي کميټه نوميږي، د اوږده ځنډ وروسته ايله د جمعې په ورځ د ونډې اخيستنې ژمنه کړې وه، خو تر غونډې مخکې يې اوس لا خبرې اترې ناکامې بللې دي. د عالي کميټې يوه غړي د العربيه رسنيزې شبکې ته وويل چې له اسد سره سوله ناممکنه ده.

دمشق د پرېکړو کولو صلاحيت ځان ته غواړي

په ژنيف کې تر سره کېدونکو خبرو اترو له پاره نور پلانونه هم په دمشق کې د ناست رژيم نه خوښيږي. د بهرنيو چارو وزير، المعلم، د ملګرو ملتونو د خاص منځګړي، ستافان دې دميستورا، له خوا وړاندې شوي د انتخاباتو له پاره پلانونه هم په کلکه رد کړل. وزير د دولتي خبري اژانس، سانا، په حواله ويلي دي چې «دې ميستورا دا حق نه لري چې د ولسمشريزو ټاکنو په هکله خبرې وکړي.» د ده په خبره يوازې سوريايان دا احق لري. دې ميستورا د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ۱۸ مياشتو په درشمل کې پارلماني او ولسمشريز انتخابات او يو نوی اساسي قانون د ژنيف د خبرو اترو اصلي موضوعګانې بللې وې.

په کړکېچ کې د ښکېلو اړخونو د دغو مخالفو او سره متضادو څرګندونو له کبله په پاريس کې د يکشنبې ورځې خبرې اترې هم له ستونزو سره مخامخې دي. په نورو خبرو لاترو کې چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير يې غواړي د امريکا متحده آيالاتو له مشر ديپلومات، جان کېري، او خپلو اروپايي سيالانو سره تر سره کړي، به د نورو ټکو تر څنګ په جګړه ځپلې سوريه کې د اوربند د رعايت د څارنې په هکله هم سلا مشورې وشي. د پاريس په دغه ناسته کې د شناينماير تر څنک کېري، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير، ژن مارک ايرولت او د هغوی سيال وزيران، له لويې بريتانيې او ايتاليې څخه، يعنې فيليپ هېموند او پاولو جېنتي لوني او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسووله، فېدريکه موګريني، هم ونډه اخلي.

د ژنيف د سولې خبرې اترې د فبرورۍ مياشتې په پیل کې وځنډول او بيا بېرته شروع نه شوې. له دوو اونيو راهيسې په سوريه کې د امريکا متحده آيالاتو او روسيې تر منځ رامنځ ته شوی اوربند پلی دی، چې د ډېرو استثنااتو سربېره تر اوسه هم ټينګ دی. له اوربنده څخه مستثنا البته د پياوړو سني مذهبه اسلامپالو ډلو په وړاندې عمليات دي، يعنې د «اسلامي دولت» او النصره جبهې د ترهګرو ګروپونو پر ضد روانه جګړه.

په سوريه کې جاري پاڅون پنځه کاله مخکې، د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۵ مه نېټه د حکومت په وړاندې په مظاهرو سره پيل شوی وو. په دغو پنځو کلونو کې څه باندې ۲۷۰ زره انسانان ووژل او په ميليونو سوريايان تېښتې ته اړ ايستل شول.