1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې جگړې د ختمولو سياسي غوښتنه سته

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

د انگلستان لومړي وزیر دیوید کمرون، تر مسکو وروسته اوس واشنگټن ته خپل سفر پیل کړی دی. کمرون ویلي دي چې روسیه د سوریې په اړه له امریکا متحده ایالاتو سره په گډه د یوه کنفرانس له جوړولو سره لیوالتیا لري.

https://p.dw.com/p/18XMw
WASHINGTON, DC - MAY 13: U.S. President Barack Obama (R) and British Prime Minister David Cameron hold a joint news conference in the East Room of the White House May 13, 2013 in Washington, DC. The two leaders discussed the prospect of an European Union-United States trade deal and the ongoing civil war in Syria. During his three-day visit to the United States, Cameron will also be briefed by the FBI about the Boston Marathon bombings and will travel to New York to take part in United Nations talks on new development goals. (Photo by Alex Wong/Getty Images)
USA Großbritannien Obama Cameron Pressekonferenz 13.05.2013انځور: Getty Images

د انگلستان لومړي وزیر دیوید کمرون، د دوشنبې په ورځ له ولسمشر اوباما سره تر خبرو اترو وروسته وویل چې هغه د سوریې په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو په اړه «ریښتنې سیاسي غوښتنه» لري.

کمرون ټینگار وکړ، چې هغه د کنفرانس د جوړیدو په اړه له روسیې او امریکا متحده ایالاتو سره همنظره دی.

کامرون وویل: «اوس تر دې بله ډیر مهمه نړیواله دنده نه شته.» کامرون په خپلو خبرو کې د سوریې کورنۍ جگړې ته په اشاره کولو سره وویل: «د سوریې تاریخ د دغه هیواد د خلکو په وینه لیکل کیږي او دغه هر څه زموږ د سترگو پر وړاندې رامنځ ته کیږي.»

کمرون له مسکو څخه د امریکا متحده ایالاتو په لور د سفر پر مهاله په الوتکه کې د امریکا د بهرینو چارو د وزیر دیوید کمرون، وروستۍ هلي ځلي وستایلې. کمرون تر دې مخکې مسکو ته سفر کړی وو او له خپل روسي سیال سره یې په لیدنه کې د سوریې د نړیوال کنفرانس د جوړیدو له پاره لاره هواره کړه.

کمرون وویل چې اوس د روسیې ولسمشر غواړي په عمومي ډول د کنفرانس د جوړولو په اړه نه، بلکي د دغه کنفرانس د پيلېدو د جزئیاتو په اړه خبري وکړي.

روسیه او لویدیځه ټولنه د سوریې په اړه د نظر اختلاف لري. مسکو ټینگار کوي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد، دې هم په دغو خبرو اترو کې ښکیل وي. دا په داسې حال کې ده چې لویدیځه نړۍ غواړي چې اسد د خبرو اترو له بهیر څخه وايستل شي.

د اسد رژیم مخالفینو د سوریې په اړه د امریکا او روسیې د گډ نړیوال کنفرانس د جوړیدو هرکلی کړی دی، خو لا تر اوسه پوري یې ویلي نه دي چې آیا په دغه کنفرانس کې به گډون وکړي او که نه.

د فشارونو ډیریدل

اوباما هم د دوشنبې په ورځ له کمرون سره په خبري کنفرانس کې وویل چې هغوی غواړي پر اسد باندي خپل فشارونه لا پسې ډیر کړي. هغه وویل: «موږ به د اسد پر رژیم باندي د خپلو فشارونو د ډیرولو په موخه خپلو تلاښونو ته دوام ورکړو.»

په همدې حال کې د انگلستان لومړي وزیر اعلان وکړ چې هیواد یې له سوریې سره خپلې غیر پوځي مرستې دوه برابره لوړوي.