1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې دوو نورو ښارونو ته پوځي ټانکونه ننوتي

۱۳۹۰ خرداد ۲۷, جمعه

په سوريه کي د بشر الاسد د حکومت خلاف د مخالفينو د لاريونو لړۍ دوام لري، پدغه سلسله کي د جمعې په سهار د دغه هيواد په شمال کي پروتو دوه ښارونو، خان شيخون او معرت النعمان ته پوځي ټانکونه ورننوتي.

https://p.dw.com/p/11dGZ
د سوريې پوځ
د سوريې پوځانځور: dapd

د بلي خوا د ترکيې هيواد پر سوريې ږغ کړی چي د مظاهره کوونکو خلاف د زور زياتي څخه د کار اخيستلو لړۍ په سمدستي توګه ودروي.

تردې وړاندي ترکيه د سوريې دولت ښه ملاتړي ګڼل کيده، خو اوس د انقرې حکومت هم پر ،بشرالاسد، باندي نيوکي کوي.

په سوريه کي پر لاريون کوونکي باندي د زور زياتي څخه وروسته ترکيې ته د کډوالو شمير ورځ په ورځ مخ پر ډيريدو دی.

تيره ورځ د ترکيې په پلازمېنه کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير، محمد داود اوغلو، د خپل هيواد د سفيرانو په غونډه کي هم د سوريې پر حالت غږيدلی وو.

په سوريه کي د بشري حقونو سازمانونه دغه حالت له نږدې څخه څاري، تراوسه پوري د دغه لاريونونو په ترڅ کي شاو خوا 1300 تنه وژل سوي دي.

په عيني وخت کي د سوريي دولتي تلويزون خبر ورکړی چي د سوريې د ولسمشر نږدې خپلوان ،رامي مخلوف، خپل کاروبار راغونډوي، او هغه اوس نيت لري چي خيريه کارونو ته خپله توجه واړوي.

د سوريي د اقتصادي تحولاتو له امله لاريون کوونکي او د دولت مخالفين پر هغه کلکي نيوکي کوي. د اروپا اتحاديې پرهغه لا د وړاندي بنديز لګولی دی.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل