1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې غبرگو چاودنو مرگ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۰ اسفند ۲۷, شنبه
https://p.dw.com/p/14M1T

د سوريې په پلازمېنه دمشق کي دوه درنې چاودنې سوي دي چي له امله ئې ولسي کسانو او پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا خبر د سوريې هيواد ملي تلويزيون ورکړی دئ او دغه چاودنې ئې ترهگر بريدونه بللي دي. د سوريې د تلويزيون په وينا چاودنې هغه وخت رامنځ ته سوې کله چي په درول سوو يا پارک سو موټرو کي پټ کړل سوي چاودېدونکي مواد وچاودیدل. د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالفو ډلو بيا ويلي دي چي دغه چاودنې د امنيتي چارواکو پر ودانيو تر سره سوي دي. پداسي حال کي چي په سوريه کي آزادو ژورنالستانو پر کار سخت محدوديتونه موجود دي، د دغو خبرونو پخلی د آزادو سرچینو له خوا نه دئ سوی. د سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان د امنيت د شورا سره ويډيويي خبري کړي دي او ويلي ئې دي چي ولسمشر بشار الاسد تر اوسه د عنان د وړانديزونو په هکله مايوسه کوونکي جوابونه ورکړي دي.