1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې له پاره د ۵،۲ ميليارده ډالرو مرستي غوښتنه سوې ده

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ خرداد ۱۷, جمعه

ملګرو ملتونو ویلي دي چې له دغو ۵.۲ میلیاردو ډالرو مرستو څخه به په سوريه کي له بې ځايي شوو او تر دغه هيواد دباندي سوریانو سره مرستې وشي. په سوريه کې له نزدې دوو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/18lts
A Syrian refugee makes flat breads (Tanoori) at Atmeh refugee camp, in the northern Syrian province of Idlib, Syria, Tuesday Feb. 19, 2013. Camp administrators say that 16,000 people live here in tents pitched amid olive orchards in northwestern Syria. They are supplied by the Turkish Red Crescent, other international agencies and local benefactors but despite being a few dozen meters from the Turkish border they regularly run short of food, tents, and other amenities. (AP Photo/Hussein Malla) pixel
Syrien Flüchtlinge Idlibانځور: picture alliance/AP Photo

پر دې سربیره ملګرو ملتونو د دغو مرستو د ویشلو له پاره یو پلان هم وړاندې کړی دی. دغه سازمان په یوه رپوټ کې د سوریې د بېځایه شویو او نورو هیوادونو د ګډوالو شمیر هم وړاندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په خبره اوس نو دغه سازمان ۵.۲ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري ترڅو په سوريه کي له بې ځایه شویو کسانو او همداراز هغو سوریایانو سره مرسته وکړي، چې د جګړې له کبله ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنر انتونیو ګوتیرس، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ مرستې ډیري ضروري دي. دغه مرستې په سلهاو زرو کسانو ته د مرګ او ژوند خبره ده.»

په سوريه کي کورنۍ جگړه
په سوريه کي کورنۍ جگړهانځور: reuters

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي دي چې دغه سازمان غواړي د دې پر ځای چې د حالاتو لا خرابیدو ته په تمه پاتې شي، همدا اوس په اقدام وکړي. اوس چې د سوریې له جګړې څخه څه نا څه ۲۷ میاشتې تیریږي، د دغې خونړۍ جګړې د یوې سیاسي حل لارې موندل اوس هم یو ستونزمن کار بریښې. اوس هم په سوريه کې د اسد د پلوي ځواکونو او پاڅونکوونکو تر منځ خونړۍ جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاند ادرین ایدواردس، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا چې د دومره ډیرو مرستو غوښتنه شوې ده په دې معنی ده چې د سوریې وضعیت ډیر خراب دی او د یوې سیاسی حل لارې رامنځ ته کیدل لا اوس هم شونې نه ښکاري.»

د ملګرو ملتونو د جمعې د ورځې په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پوري به د سوریې د کډوالو شمیر له ۱.۶ میلیونو څخه ۳.۴۵ میلیونه کسانو ته ورسیږي. ویل شوي دي چې اوس هم په سوريه کې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان موجود دي چې نیمایي یې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

په سوريه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې ګډوډۍ پیل شوې چې تر اوسه یې په پایله کې ۹۴۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله اوس د دغه هیواد ډیر شمیر اوسیدونکي ترکیې، لبنان او اردن ته ګډوال شوي دي.