1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې ياغيانو ته د وسلو پر ورکولو باندي فکر

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۳, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوما ویلي دي چې اوس د سوریې په اړه په خپله پالیسي کې «ټول امکانات څیړي»، هغه ویلي دي چې دغه کار په خاصه توګه په سوريه کې د کیمیاوي وسلو د کارونې د شواهدو په روڼا کې ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/18RBq
Rebel fighters from the Al-Ezz bin Abdul Salam Brigade pose for picture as they attend a training session at an undisclosed location near the al-Turkman mountains, in Syria's northern Latakia province, on April 24, 2013. AFP / MIGUEL MEDINA (Photo credit should read MIGUEL MEDINA/AFP/Getty Images)
Rebellen Syrien April 2013انځور: Miguel Medina/AFP/Getty Images

اوباما د پنجشنبې په ماښام مکسیکو ته تر رسیدو وروسته د خپل دفاع وزیر هغه څرګندونې تائید کړې چې اوس متحده ایالات د سوریې پاڅونکوونکو ته د وسلو د ورکولو پرامکان باندې غورکوي.

اوباما وویل چې د هغو شواهدو تر موندل کیدو وروسته چې ښيي کیدای شي د سوریې رژیم د خپلو خلکو پرضد له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی وي، د هغه اداره په دوامداره توګه د سوریې حالات ارزوي.

اوباما وویل: «موږ په سوریه کې لا ډیره وینه توییدنه، د کیمیاوي وسلو د استعمال شاهدان وو. هغه څه چې موږ یې وایو دا ده چې موږ به ټول امکانات وڅیړو.»

ولسمشر اوباما په عین حال کې دا خبره روښانه کړه چې تیم یې په دیر احتیاط سره خپل کار ته دوام ورکوي. هغه دا خبره روښانه کړه چې د دې امکان شته چې سوریې ته د لا ډیرو وسلو ورکول د دغه هیواد شرایط لا پسې خراب کړي.

اوباما وویل: «موږ باید تر دې دمخه چې یوه اقدام وکړو ځان په دې خبري مطمئن کړو چې موږ له وضعیت سره مرسته کولای شو. موږ باید داسې کار و نه کړو چې د سوریې وضعیت لا مغلق او خطرناکه شي.»

له القاعدې سره د اړیکو په اړه اندیښنه

امریکا متحده ایالات له دې کبله د سوریې مخالفینو ته د وسلو د ورکولو په اړه اندیښنه لري، چې د هغوی په اند کیدای شي دغه وسلې غلطو کسانو ته ورسیږي. امریکا متحده ایالات په خاصه توگه د النصره ډلې په اړه اندیښنه لري چې تر دې مخکې یې القاعدې ته خپله وفاداري اعلان کړې وه.

تر دې دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیگل، له خپل بریتانیاوي سیال سره په واشنگټن کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي ول: «پاڅون کوونکو ته د وسلو ورکول یو امکان دی. تاسو ټولو امکاناتو ته گورئ او په اړه یې فکر کوئ. دا په دې معنی نه وي چې تاسو به حتمي دغه امکان ته عملي بڼه ورکړئ. دا په دې معنی نه ده چې ولسمشر اوس یوه پریکړه کړې ده.»

له بلې خوا د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون، د سوریې د شخړې په اړه د نړۍ له قدرتونو سره خبرې اترې کړې دي. د ملگرو ملتونو یوه ویاند مارتین ناسیرکي، ویلي دي چې بان د امنیت شورا پنځه ویتو لرونکي غړي یوې غیرې رسمي غونډي ته دعوت کړي دي او هغوی ته یې د دې هیواد د وضعې په اړه معلومات ورکړي دي.

په سوريه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده، چې په پایله کې یې له ۷۰۰۰۰ څخه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.