1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې ياغيانو مهم هوايي ډگر نيولی دی

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

ویل کیږي چې د سوریې پاڅون کوونکو د دغه هیواد د ولسمشر بشار الاسد له ځواکونو څخه د یوه ډیر مهم هوایي ډګر کنترل اخيستی دی. په عین حال کې ویل شوي دي چې پاڅون کوونکو د علویانو په سیمه کې هم پرمختګ کړی دی.

https://p.dw.com/p/19KYm
Syrian Kurds fighting for their rights Copyright : Giulio Petrocco, Erbil
Syrische Kurden kämpfen für ihre Rechteانځور: Giulio Petrocco

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې پاڅون کوونکو په حلب ښار کې «مناغ پوځي هوایي ډګر» تر خپل کنترول لاندې راوستی دی. دغه هیوايي ډګر د حلب او ترکیې په سرحد کې پروت دی.

د پاڅون کوونکو هغو ډلو چې د مناغ هوایي ډګر په عملیاتو کې یې ونډه اخیستې ده په یوه بیانيه کې ویلي دي: «هوایي ډګر په بشپړه توګه آزاد شوی دی. د اسد د ډلي پاته شوي اوس تر تعقیب لاندي دي.»

د شام خبري شبکې فعال محمد نور، ویلي دي چې په تیرو دوو میاشتو کې دغه هوایي ډګر تر یوه حده پوري د پاڅون کوونکو په ولکه کي وو. د دغه فعال په خبره د دوشبې په ورځ د یاغیانو یوه ځانمرګي برید کوونکي د دغه هوایي ډګر قومانداني چې د اسد پلوي ۷۰ تنو ساتونکو له خوا یې ساتنه کیده ویجاړه کړه او په دې ترتیب سره د دغه هوايي ډګر بشپړ کنترول د پاڅون کوونکو په لاس کي شو.

نور ویلي دي: «د میدان ډیر شمیر دولت پلوه ساتونکي د ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شول او پاته نور کسان بیا په درو ټانکونو کې له سیمې څخه وتښتیدل. له دغو ټاکنو څخه يو يې هم د پاڅون کوونکو له خوا ویجاړ شوی دی.»

پاڅون کوونکو له څه نا څه اتو میاشتو راهیسې پر مناغ هوايي ډګر باندي بریدونه کول ترڅو د اسد رژیم و نه شي کولای له دې هیوایي ډګر څخه په استفاده کولو سره پر هغوی باندې بریدونه وکړي.

که کومه خپلواکه سرچینه دا خبره تصدیق کړي چې د اسد پلوي ځواکونو دغه هوایي ډګر نیولی دی نو دا خبره کیدای شي چې د پاڅون کوونکو له پاره یوه سمبولیکه بریا وي. ځکه په وروستیو وختونو کې هغوی د سوریې په مرکزي سیمو کې د اسد پلوي ځواکونو پر وړاندې جګړه کې سختي ماتي خوړلي دي.

کلي ونیول شول

په همدې حال کې ناتائید شوي راپورونه دغه راز ښيي چې د سوریې په نورو برخو کې هم پاڅون کوونکو یو څه پرمختګ کړی دی. د پاڅون کوونکو فعالینو ویلي دي چې په هغوی د القرداحه ښار په لور پرمختګ کړی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې یوازې د یکشنبې په ورځ د القرداحه ښار په جګړې کې ۱۲ پاڅون کوونکي او ۱۹ اسد پلوي ځواکونه وژل شوي دي.

په سوریې کې په ۲۰۱۱ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه چې تراوسه پورې یې په پایله کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.