د سوريې په الېپو او دمشق کي جگړه روانه ده
۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبهاعلان
په سوريه کي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ نښتي دوام لري. د راپورونو له مخي دغه نښتي اوس لوی ښار الېپو ته غځېدلي دي. د ياغيانو په وينا اوسنۍ نښتي د تيرو ټولو نښتو په پرتله زياتي سختي دي. د هيواد په پلازمېنه دمشق کي هم جگړه راوانه ده.
ياغيانو ادعا کړې ده چي د عراق پر پوله پرته د سوريې دويمه مهمه سرحدي امنيتي پوسته ئې تر خپلې ولکې لاندي راوستې ده. په عيني حال کي ترکيې سوريې ته خپله پوله بنده کړې ده. د اړونده ترکي ولايت والي ويلي دي چي پوله ئې د هغه وروسته بنده کړه چي د ترکيې سره تړاو درلودونکي ۳۰ لارۍ د سوريې د ياغي سوي عسکرو لخوا ولټول سوې. عراق هم پر دې غور کوي چي سوريې ته خپله پوله وتړي تر څو د مهاجرو د ورتگ شمېر کنټرول کړل سي