په سوريه کي نزدې ۷۰۰۰۰ انسانان وژل سوي دي
۱۳۹۱ بهمن ۲۵, چهارشنبهاغلې پیلې چې د سه شنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته خبري کولې وویل چې دغه شورا هغه وخت تر ټولو ښه تأثیر لرلای شي چې په متحد ډول عمل وکړي.
هغې وویل چې په امنیت شورا کې د سوریې د کړکیچ پر سر د توافق نه شتون مصیبت رامنځته کړی دی چې له کبله یې ملکي کسانو ته ډیر تاوان رسیدلی دی.
میرمن پیلي له دې کبله هم پر امنیت شورا باندي سختې نیوکې وکړې چې د مالي هيواد د کړکیچ په اړه یوه توافق ته رسیدلې ده خو لا تر اوسه هم د سوریې په اړه یو واحد نظر نه لري. هغې ټینګار وکړ چې د امنیت شورا باید د سوریې موضوع نړیوالې جنایي محکمې ته راجع کړي چې د جنګي جنایتونو او عام وژنو په اړه څیړنې کوي.
میرمن پیلې وویل چې د امنیت شورا باید د سوریې په شخړه کې ښکیلو دواړو اړخونو ته داسي پیغام واستوي چې د هغوی اعمال به عواقب ولري. په سوريه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې حالات کړکیچن دي. د دغه هیواد کړکیچ هغه وخت پیل شو چې پاڅون کوونکو د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې اعتراضونه وکړل او د هغه د کوښه کیدو غوښتنه یې وکړه. خو بشارالاسد له کوښه کیدو څخه ډډه وکړه او د پاڅون کوونکو پر وړاندې یې ټانکونه وکارول.
تیره میاشت له ۵۰ څخه ډیرو هیوادونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د سوریې موضوع نړیوالې محکمې ته راجع کړي. د قانون له مخې د دې له پاره چې دغه محکمه د سوریې کړکیچ وڅیړي، باید هغه ورته د امنیت شورا له خوا راجع کړل شي.
د امنیت شورا دایمې غړو روسیې او چین څو وارې د سوریې ضد اعلامیو مخه نیولې ده. د سوریې په کړکیچ کې پر ښکیلو دواړو اړخونو باندې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لګول کیږي خو ملګري ملتونه وایي چې د بشارالاسد رژیم د نورو په پرتله ډیر بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د روان کال په جنوري میاشت کې اغلې پیلې خبریالانو ته ویلي وو چې د سوریې په دوه کلن کړکیچ کې له ۶۰۰۰۰ څخه ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي. خو د دغې چارواکې د وروستیو څرګندونو له مخې اوس دغه شمیر ۷۰۰۰۰ ته د رسیدو په حال کې دی. د هغې په خبره په تيرو شپږو اوونيو کي نزدې ۱۰۰۰۰ انسانان په سوريه کي وژل سوي دي.
هوايي اډه نیول شوې ده
په همدې حال کې د سوریې د رژیم مخالفینو ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ یې د الجراح پوځي هوایي اډه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. دغه پوځي هوایي اډه د حلب ښار په ۴۶ کیلومتري کې پرته ده.
په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د دغې پوځي اډې په نیولو سره اوس د سوریې د رژیم مخالفینو د هغو جنګي جټ الوتکو کنترول هم ترلاسه کړی دی چې تر دې مخکې به پر دوی باندې د بمباریو کولو په موخه کارول کیدې.