1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې په يوه پوهنتون کي چاودنه سوې ده

۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/17KvG

د سوريې د حلپ د پوهنتون په صحن کښي د دوو سختو چاودنو له کبله تر۸۰ ډير انسانان وژل سوي دي. حکومت او اپوزیسون دواړه یو پر بل ددغي چاودنو مسؤلیت وراچوي. خو د چاودونو دقیق علت تراوسه پوري نه دی معلوم. اپوزیسيون هغه د حکومتي هوايی قواوو کار بولي. دولتي خبري آژانس صنعأ بيا د هغه مسئولیت دترهګري ګروپو پر غاړه وراچوي. دغه اصطلاح د دمشق حکومت له خوا همیشه د وسله والو مخالفینو په مقابل کي استعمالیږي. د دغو چاودنو له کبله د پوهنتون د دوو پوهنځيو ودانۍ هم نړیدلي دي.