1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې په ډيپلوماسۍ کې د پرمختګ نخښې ليدل کيږي

۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

لويديځ هم وار په وار دې ته د غاړې ايښودلو نخښې ورکوي چې د سوريې واکمن اسد دې د يوې موقتي مودې له پاره په خپل ځای پاته شي. سربېره پر دې د حکومتي پوځ د ځينو برخو سره د همکارۍ په اړه هم ګنګوسې شته.

https://p.dw.com/p/1HIA7
انځور: REUTERS/SANA

له واشنګټن څخه يوه حکومتي استازي په دې کې شک نه لاره چې د بهرنيو چارو د وزير جان کېري پيغام خورا څرګند دی: هغه دا چې بشار الاسد بايد «سمدلاسه» استعفا ونه کړي. کېري د جمعې په ورځ په اتن کې يو ځل بيا ويلي ول چې د ولسمشر اسد پرځونه هغه د سوريايي ياغيانو او سوريايي پوځ تر منځ د تروريستي ډلې داعش په وړاندې د يوې همکارۍ له پاره اساسي شرط نه ګڼي.

د بهرنيو چارو وزير دا هم وويل چې «داسې يوه همکاري به ډېره ستونزمنه وي که اپوزيسيون دا باور ونه لري چې يو حل ته رسېدل ممکن دي.» د کېري د فرانسوي سيال، لوران فابيوس وروستۍ څرګندونې هم ورته بڼه لري.

د فرانسې دريځ

فابيوس د فرانسې د خبري اژانس په حواله ويلي دي چې «يوه متحده سوريه يوې سياسي انتقالي دورې ته اړتيا لري. دا په دې معنی نه ده چې بشار الاسد بايد د انتقالي دورې مخکې لا استعفا ورکړي.» فابيوس دا هم ويلي دي چې «د راتلونکي له پاره تضمينونو ته اړتيا ليدل کيږي.»

په پاريس کې تر ترهګرو بريدونو د مخه فرانسې د اسد له رژيم سره هر ډول همکاري رد کړې وه. له ۱۳ نومبر وروسته وضع په ناڅاپي ډول بدله شوه او حکومت له هغه «امکان» څخه خبرې کولې چې د اسد ځواکونه دې وکولای شي د تروريستي «اسلامي دولت» ډلې په وړاندې په ټلواله کې ګډون وکړي.

ځمکني ځواکونه ټاکونکی نقش لري؟

په داسې حال کې چې لويديځ هېوادونه، ترکيه او سعودي عربستان د اسد د واکمنۍ پای ته رسېدل غواړي، اوس فرانسه د مسکو دريځ ته نژدې شوې ده. روسيه اسد ته د سوريې د مشروع ولسمشر په سترګه ګوري چې پرته له هغه د سوريې شخړه نه شي حل کېدای. شعيه مذهبه ايران هم له اسد څخه ملاتړ کوي.

د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند د نومبر په پای کې له کريملين څخه په ليدنه کې غوښتي ول چې اسد بايد ولاړ شي، خو د روسيې د ولسمشر، ولاديمير پوتين استدلال دا و چې د «اسلامي دولت» د جهاديانو په وړاندې په جنګ کې ځمکنيو ځواکونو ته اړتيا شته، چې د دې له پاره اسد او د هغه ځواکونه «اصلي متحدين» دي. د «زويد دويچه» ورځپاڼې په حواله د آلمان په حکومتي کړيو کې اوس داسې فکر کيږي چې پوتين به ټول وخت د اسد له رژيم څخه ملاتړ نه کوي، له دې کبله سړی نه غواړي نور فشار ورباندې راوړي.

د سوريې له پوځ سره ګډه جبهه؟

د آلمان د صدارت وزير، پېتر آلتماير د «اسلامي دولت» د تروريستي ځواکونو په وړاندې په جګړه کې د سوريې له پوځ سره همکاري يو ځل بيا رد کړه. د لومړۍ وزيرۍ انګلا مېرکل د صدارت وزير، د هامبورګ «دېر شپيګل» مجلې ته وويل چې «د آلمان او د اروپايي ټولنې له پاره څرګنده ده چې موږ نه له اسد او نه له سوريايي پوځ سره همکاري کوو.» آلتماير دا خبره هم ياده کړه چې «د سوريې پوځ او اسد په خپلو بيلري بمونو سره په دې کې ټاکونکې ونډه لرلې ده چې په سوونو زره انسانان د سوريې شمال او له هغه ځايه ترکيې او اروپا ته تښتېدلي دي.»

تر اوسه پورې د آلمان حکومت له اسد سره همکاري رد کړې وه، خو د سوريې د حکومتي پوځ په برخه کې د آلمان د دفاع وزارت داسې ويلي دي چې «د اسد تر قوماندې لاندې» ځواکونو سره همکاري نه کيږي. له هغسې واحدونو سره البته همکاري کول، چې د هغه تر قوماندې لاندې نه دي، نه دي رد شوي.