1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې کړکېچ نور هم زور اخيستی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه

د پلازمېني دمشق ښار يوه برخه بيرته د حکومتي سرتيرولاس ته ورغلې ده. د اوونۍ په پيل کښي په ميليونونو خلک د ياغيانو او حکومتي سرتيرو د نښتو ترمنځ بند پاته ول. په لسونو زره نور خلک له هيواد څخه په تېښته کي دي.

https://p.dw.com/p/15dFD
انځور: AP

د حکومت د مخالفينو د وينا له مخي د دمشق په نښتو کي حکومتي سرتيرو لږ تر لږه ۲۰ ولسي وگړي په دي تور ووژل چي گواکي د ياغيانو ملاتړ کوي. د سوريي لښکر هڅه کوي، چي هغه مورچلي بيرته له ياغيانو څخه ونيسي چي له يوې اووني را هيسي د هغوی په لاس کي دي.

دغه راز د سوريي له شمال څخه هم د جنگونو رپوټونه ورکړل شوي دي، په خاصه توگه د اليپو له ستر تجارتي ښار څخه. پرون د سوريې د ازادۍ بخښونکي لښکر يوه جنرال د اسد رژيم ضد ياغيانو څخه وغوښتل چي دغه ښار د حکومت له تصرف څخه آزاد کړي.

دغه راز د ترکيې او عراق سرحد ته نژدې وضيعت ناڅرگند پاته دئ. د يکشبنې په ورځ ياغيانو د باب السلام د سرحدي چوڼۍ کنترول په خپل لاس کي واخيست. يو انترنتي ويډيويي راپور په دغه پوسته کي ياغيان ښکاره کوي، چي وايي، موږ د باب السلام سرحدي پوسته له يوې کلابندۍ وروسته د اسد له رژيم څخه وژغورله:

«حکومتي سرتيرو ته سخته مرگ ژوبله وواښته او له پوستي څخه وتښتيدل. دا دئ زه دلته د سوريې د ازادۍ بخښونکي لښکر له وروڼو سره د باب السلام په پوسته کي ولاړ يم. دغه ودانۍ دلته موږ د سوريې له سرحد څخه بېلوي. له هغه وروسته موږ د اليپو ښار ته مخ اړوو او بيا به که خداي غوښتل، دمشق به له خاينانو څخه وژغورو.»

خو د رپوټونو له مخي وروسته بيا پر دغه سرحدي پوسته باندي د حکومت هوايي ځواک بمبارۍ پيل کړې. معني دا چي پر دغه پوسته باندي لا نښتي رواني دي.

دغه راز له عراق سره په گډه پوله کي هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

عراقي سرحدي چارواکو ويلي دي، چي د سوريې سرحدي پوسته د حکومت د مخالفو وسله والو لاس ته ورغلې ده او څو زره عراقيان چي د جنگ په وخت کښي ئې په سوريه کي ژوند کاوه، بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

د عراق د سرحدي ولايت، الوليد، والي عبدالمنعم خلف وويل: «په سوريه کي له کړکېچن وضعيت سره سم يو گڼ شمېرعراقيان بيرته دې ولايت ته را ستانه شول. يوازي همدا تيره پنجشنبه څه د پاسه ۳۰۰۰ خلک چي له عراق څخه د زور زياتيو په خاطر تښتېدلي ول بيرته خپل وطن ته را ستانه شول. که څه هم په سرحد کي موږ يوڅه ستونزي درلودې، خو د نقليه وسايلو په مرسته موهغوی بغداد ته وليږدول.»

د سوريي دولتي تلويزيون د يکشنبې په ورځ ماښام تر څو ورځو ځنډ وروسته په لومړي ځل د ولسمشر بشارالاسد عکسونه ښکاره کړل. په تلويزيوني رپوټ کي اسد د سوريې له نوي لوي درستيز، علي ايوب سره ښکاره شو.

هغه د فهد الفاريج چي د اسد له خوا د نوي دفاع وزير په توگه وټاکل شو، ځای نيوونکی دئ. ددفاع نوی وزیرالفاريج، د داؤد رجحه پرځای، چي تيره اووني په يو ځانمگري بريد کي له څو نورو لوړ پوړو کسانو سره ووژل شو، د دفاع وزير په توگه ټاکل شوی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل