1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریی دیپلومات له مخالفینو سره يو ځای شو

۱۳۹۱ تیر ۲۲, پنجشنبه

په عراق کې د سوریې سفیر له خپلې دندې تښتیدلی او له اپوزیسیون سره یو ځای شوی دﺉ. په عین وخت کې کوفي عنان ویلي دي چې ښايي په دې هیواد کې د یوه انتقالي حکومت پر جوړیدو باندې خبرې اترې وشي.

https://p.dw.com/p/15VkI
انځور: AP

د الجزیرې د تلویزیون له خوا په یوه خپره شوې وینا کې په عراق کې د سوریې سفیر نواف فاریس، وویل چې هغه له خپلې دندې څخه لاس اخیستی دﺉ او پریکړه ئې کړې ده چې د حکومت له مخالفینو سره لاس یو کړي. فاریس ویلي دي: «زه اعلان کوم چې سر له همدا اوسه د سوریې د انقلاب تر څنګ ولاړ یم. دا څه ډول غرور دئ چی یو څوک خپل خلک وژني، دا څه ډول وفاداري ده. ولس ټول خلک دي نه یو خاص وگړی. سړی باید خپلو خلکو ته وفادار وي، نه یوه دیکتاتور ته چې خپل خلک وژني.»

دا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د هغه دغه وینا څه وخت او په کوم ځای کې ثبت شوې ده. خو د سوریې د اپوزیسیون د ملي شورا یوه ویاند خالد خواجه، وویل چې په عراق کې د سوریې تښتیدلی سفیر فاریس، دغه وینا د ترکیې په لور د تیښتې په وخت کې ثبت کړې ده.

که چیرې دا خبره رښتیا وي، د یوی اونۍ په موده کې دا دویم لوړ پوړی مقام دئ چې د سوریې له رژیم څخه تښتي. تیره اونۍ د سوریې یو پوځي جنرال مناف تلاس، هم فرانسې ته ولاړ. تلاس د اسد د ډیرو وفادارو کسانو په ډله کې وو. هغه د سوریې د دفاع د پخواني وزیر زوی دئ. نوموړي په دې هکله څه نه دي ویلي چی ولې له رژیم څخه وتښتید. خو په عراق کې د سوریې د سفیر تیښته په دیپلوماتيک ډګر کې د سوریې رژیم ته سخت ګوزار دئ. دا د سوریې د خلکو له پاڅون څخه را هیسې لومړی لوړ پوړی دیپلومات دئ چې د بشار الاسد له ملاتړ څخه لاس اخلي.

تر اوسه پورې نه د سوریې حکومت او نه هم عراق د فاریس د تیښتې په اړه کومه تبصره کړې ده. امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې دغه هیواد د فاریس د تیښتې رپوټ نه ردوي او نه ئې هم تصدیق کولای شي.

د انتقالي حکومت د جوړولو هلې ځلې

په داسې حال کې چې په سوریه کې د زور زیاتیو لړۍ روانه ده، د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کوفي عنان، د خپلو وروستیو دیپلوماتیکو هلو ځلو رپوټ د امنیت شورا ته وړاندې کوي.

کوفی عنان ویلي دي چې د سوریې ولسمشر له هغه سره په سوریه کی د یوه احتمالي انتقالي حکومت د جوړیدو او د خبرو اترو له پاره چمتوالی ښودلی دئ:

«موږ په دې هکله سره وغږیدو. خو هغه د چا نوم وانخیست چې له چا سره د یوه داسی حکومت د جوړیدو په هکله خبرې کوي. ما وویل چې غوره ده چې زه پوه شم چې له چا سره هغه حکومت جوړول غواړي. نو اوس په همدی پړاو کی یو.»

په جینیوا کې په یوه وروستي کنفرانس کې نړیوالې ټولنې موافقه وکړه چې په سوریه کې د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو له پاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش