1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې اپوزیسیون د یوه موقتي دولت په اړه خبرې اترې کوي

۱۳۹۱ آبان ۱۳, شنبه
https://p.dw.com/p/16cGy

په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد، رژیم لا تر اوسه سقوط نه دی کړی، خو بیاهم د سوریې د اپوزیسیون استازي د اردن په پلازمینه عمان کې د یوه موقتي حکومت د جوړولو په سر خبرې اترې کوي. دغه کسان د سوریې د پخواني صدراعظم رجب هیشاب دغه غونډې ته وربللي دي. د هیشاب یوه تن ویاند په عمان کې ویلي دي چې په دغه لیدنه کتنه باید په یوه کنفرانس کې د مخالفینو د گډون زمینه برابرول دي. د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په دوحه کې یو کنفرانس جوړیږي.

د نوموړي ویاند د وینا له مخې په دوحه کې د نوموړي کانفرنس موخه د مخالفینو ډلې د یوه چتر لاندې چې په نړیواله توگه په رسمیت وپیژندل شي له پاره تهداب ايښودل دي. هیشاب د روان کال د اگست په میاشت کې له سوریې څخه اردن ته تښتیدلی وو. داسې ویل کیږي چې هغې په دې هڅو کې دی چې د اسد د رژیم د مخالفینو یوه جبهه رهبري کړي. د امریکا متحده ایالات پرته د سخت دریځه اسلامپالو ډلو، د مخالفینو د یوه اتحاد پر سر ټینگار کوي.