1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوریې اپوزیسیون ملاتړ ته به ادامه ورکړو»

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۹, جمعه

واشنگټن د سوریې د اپوزیسیون ارزښت لا پسې لوړ کړی دی. د سوریې د اپوزیسیون ملي ائتلاف، به د امریکا متحده ایالاتو په پلازمینه واشنگټن کې یوه بهرنۍ نمایندگي ولري.

https://p.dw.com/p/1BwlB
انځور: dpa

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سوریې له اپوزیسیون سره د نورو مرستو ژمنه کړې ده. جان کیري، د سوریې د اپوزیسیون د ملي ائتلاف مشر احمد الجربا، سره په واشنگټن کې په یوه لیدنه کتنه کې ویلي دي چې متحده ایالات به د اپوزیسیون ملاتړ ته ادامه ورکړي. دا د جان کیري او احمد الجربا تر منځ لومړنی رسمي ملاقات دی چې تر سره کیږي.

امریکا متحده ایالاتو لږ څه تر مخه د سوریې د اپوزیسیون د ملي ائتلاف ته د دیپلوماتيک ارزښت قایل شوي دي. جان کیري، د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پر ضد مبارزه کې نوموړي گروپ د یوه «متحد کوونکي او معتدلې» ډلې په توگه ستایلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سوریې د اپوزیسیون ملي ائتلاف به په واشنگټن کې یوه بهرنۍ نمایندگي ولري.

د وسلو غوښتنه

الجربا له جان کیري څخه «د بې عدالتۍ، ځپلو او د بشارالاسد د دیکتاتورۍ پر ضد، د سوریې د ولس د آزادۍ او دیموکراسې په مبارزه کې له ملاتړ څخه مننه وکړه.» د سوریې د اپوزیسیون د ملي ائتلاف له مشر سره به په دغه اته ورځني سفر کې، د سوریې د آزادي بخښونکي پوځ نوی مشر عبدالاله البشیر هم مل وي.

د امریکايي ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» د معلوماتو له مخې الجربا، له متحده ایالاتو څخه د هوایي ضد توغندیو غوښتنه هم کړې ده. زیاته شوې ده چې الجربا د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې دغه توغندیي به غلطو لاسونو ته ونه لویږي. تر اوسه پورې پالیسي دا ده، چې متحده ایالات به اپوزیسیون ته «غیر وژونکي» تجهیزات ورکوي او هغه هم یوازې د اپوزیسیون معتدلې ډلې ته. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جان ساکي، ویلي دي چې په دغه بهیر کې کوم بدلون نه دی راغلی.