1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې حکومت اوس هم د زور زیاتي څخه کار اخلي

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

د عربي ټولنې د پلاوي د څارنې د ماموریت سره سره د سوریی رژیم د حکومت د مخالفینو پر ضد د زور زیاتیو څخه لاس نه دی اخیستی. د حمص ښار د پوځ له خوا محاصره شوی دی. خو دا چې د دې ښار په دننه کې څه تیریږي څوک پرې خبر نه دي.

https://p.dw.com/p/13Zl1
د سوریې رژیم د میاشتو را په دېخوا په دغه هیواد کې له لاریونونو سره مخامخ دی
د سوریې رژیم د میاشتو را په دېخوا په دغه هیواد کې له لاریونونو سره مخامخ دیانځور: dapd

دا په داسې حال کې ده چې د حمص د ښار اوسیدونکي له عربي تلویزونونو سره په تیلفوني مرکو کې د حکومتي سرتیرو او د پاڅون کونکو ترمنځ د نښتو او د یو ګڼ شمیر مرګ ژوبلو څخه خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د پاڅون له پیل څخه تر اوسه پوری ۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي. د دغو کسانو په ډله کې یو پر دریمې یې د حمص په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له پوځ څخه یو شمیر تښیتدلي پوځیان وایي چې د حمص د ښار ځینې سیمې یې د حکومت له واکمنی څخه آزادی کړي دي.

د سوریې رژیم د دغه هیواد پر پیښو باندې پرده اچولې ده او ترڅو نړیوال و نه شي کولای د دغه هیواد د پیښو په اړه معلومات تر لاسه کړي. خو ام ویسام نومې میرمن چې له حمص اردن ته تښتیدلې د دغه ښار وضعیت داسې انځوروي:

«کله چی د ښار په یوې برخې کې مظاهره وشي نو حکومتي ځواکونه ټولو ته سزا ورکوی. هغوی له درنو وسلو څخه کار اخلي او پر خلکو خوراکی او د ژوند نور د اړتیا وړ توکي بندوي.»

هغه څه چې اوس څوک ترې انکار نه شي کولای دا دی چې له اونیو را په دې خوا په حمص کی کورنۍ جګړه روانه ده. په دې منځ کې مذهبي نښتو ته هم لمن وهل کیږی..خو د دغو زور زیاتیو قربانیان عام ولسي خلک دي. په همدې وجه د حکومت مخالف لوري د عربي ټولنې له څارونکي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې په لومړي سر کې حمص ته سفر وکړي او وضعیت له نژدې وڅاري.

وروسته له اونیو ځنډونو او مخالفتونو څخه سوریې له عربي دولتونو سره موافقه وکړه چې له هغو سیمو څخه چیرته چی په زورزیاتیو لاس پورې کیږي توپونه او ټاکونه وباسي او یو ګن شمیر بندیان آزاد کړي. همداراز به د عربي ټولنې یو ۵۰ کسیزه پلاوی په لسو ډلو کې خپل کار پیل کړي.

د سوریې د حکومت مخالفین د عربي هیوادونو د پلاوو د کار په اړه هیله څرګنده کړې ده. له عربي ټولنې سره په خبرو اترو کې د سوریې رژیم وتوانید خپله هغه یوه غوښتنه پر هغوی ومني چې څارونکی پلاوی اجازه نه لري له پوځي حساسو ځایونو څخه لیدنه کتنه وکړي. د حکومت مخالف لوری اندیښنه لري چې ښایي رژیم ځینی بندیان دغو ځایونو ته انتقال کړي تر څو د څارونکي پلاوي له سترګو پټ پاتې شي.

د عربي ټولنې د پلاوي د ماموریت بریالیتوب اوس دې پورې تړلی دی چې اپوزیسیون له رژیم سره د خبرو اترو له مخالفت څخه لاس واخلی. دا د عربي ټولنې غوښتنه ده، که چیری دا کار و نه شي نو دغه ماموریت له ناکامی سره مخامخ کیږي.


آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش