1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسرائیلو زموږ پر پوځي هوايي ډګر برید کړی»

۱۳۹۵ دی ۲۴, جمعه

د سوریې پوځ ویلي دي چې اسرائیلو یې پر یوې مهمې هوايي اډې چې له پلازمینې دمشق ‎څخه ډیره لیرې نه ده پرته، توغندي توغولي دي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دې پیښه چا ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

https://p.dw.com/p/2Vk2N
Syrien Damaskus Stadtansicht
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Ammar

د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دي چې لږ تر لږه اته توغندي د پنجشنبې په شپې ناوخته د دې هیواد پر «میزا پوځي هوایي» ډګر باندې توغول شوي دي.

دغه هوایي ډګر یوه ستراتیژیکه اډه ده او ډیر وخت د سوریې د ځانګړي جمهوري ځواک له خوا کارول کیږي. له همدې ځایه تر دې مخکې دمشق ته نزدې د پاڅون کوونکو تر ولکې لاندې پر سیمو باندې د توغندیو بریدونه کیدل.

د سوریې پوځ لا تر اوسه پورې نه ده روښانه کړې چې ایا د دغو چاودنو له کبله مرګژوبله رامنځ ته شوې او که نه، خو په یوې بیانیه کې یې اسرائیلو ته د برید د عواقبو په اړه ګواښ ټینګار کړی.

اسرائیلو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دغه هیواد په سوریې کې د لبنان پر حزب الله ډلې باندې بریدونه کړي وو. حزب الله اوس د اسد د ځواکونو تر څنګ د پاڅونکوونکو پر ضد جنګریږي.

سوریه او اسرائیل اوس په رسمي توګه یو له بل سره په جنګي حالت کې دي. دغه حالت په ۱۹۶۷ کال کې د اسرائیلو له خوا د ګولن د لوړو تر نیولو وروسته رامنځ ته شو. نړیواله ټولنه دغه اشغال په رسمیت نه پیژني.