1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د اوربند خبرې بې نتیجې پاتې شوې

۱۳۹۵ مهر ۱۰, شنبه

د روسیې او امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې بې نتیجې پاتې شول. د امنیت په شورا کې د ویټو حق درلودونکو دغو هیوادونو د اوربند د پریکړه لیک پر مسودې بحث وکړ.

https://p.dw.com/p/2QnBJ
Syrien Aleppo Zerstörungen
انځور: Reuters/A. Ismail

د رویټرز خبرې آژانس د رپوټ پر بنسټ د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو جان کېري او سرګېلاوروف د جمعې په ماښام(د سپټمبر میاشتې۳۰) تلیفونې خبرې وکړې، خو د کېري په خبره کومه په زړه پورې لاسته راوړنه یې نه درلوده.

ټاکل شوې ده چې د دواړو خواو تر منځ اړیکې دوام پيدا کړي، البته د خبرو اترو د قطع کیدو ویره هم موجوده ده. امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ روسیې ته ګواښ کړی وو چې د سوریې په ارتباط به له دغه هیواد سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلوي.

رویټرز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په حواله رپوټ ورکړی دی چې ماسکو په حلب کې د وضعیت د عادي کیدو له پاره د ګامونو پورته کولو په فکر کې دی.

لاوروف په عین وخت کې امریکا په ضمني توګه تورنه کړه چې له خپل سیاست او دریځ سره په سوریه کې جګړې او شخړې ته لمن وهي، دا ځکه چې دوی «د منځلاري یاغیانو او ترهګرو ډلو تر منځ توپير ته نه قائل کیږي.»

شاوخوا یوه نیمه اونۍ مخکې په سوریه کې اوبند د ماتې سره مخامخ شو او د جګړې د اور لمبو یو وار بیا په دغه هیواد کې زور واخیست. د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف په تیروتنې سره د سوریايې پوځ مرکزونه د یوه هوایې برید په ترځ کې په نښه کړي ول.

د اوربند له پای ته رسیدو سره سم د سوریې پوځ د روسیې د هوایې ځواکونو په ملاتړ د حلب ښار د نیولو له پاره پراخ عملیات پيل کړي ول.

د یوه مرستندویه کاروان څو لارۍ چې ټاکل شوی وه د حلب جګړه ځپلو سیمو ته مرستې ورسوي بمباري شوې. امریکا په دې برخه کې روسیه او د سوریې حکومت تورن کړ چې د دې برید امر یې ورکړی دی. خو ماسکو دغه تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو سازمان مشر بان کي مون د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یوه داخلي شورا به پر مرستندویه کاروان د برید دوسیه وڅیړي، ترڅو د دغه بريد جزویات روښانه شي.

د اوربند د پریکړه لیک مسودې له پاره تازه هڅې

بل لور ته د نړۍ پنځو هیوادونو چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دایمي غړي او د ویتو له حق څخه برخمن دي د جمعې په ورځ په حلب کې د اوربند د یوه پریکړه لیک د مسودې له باره سلا مشورې وکړې. د دغه پریکړه لیک د مسودې متن د فرانسې له خوا وړاندي شو.

د فرانسې خبري آژانس، د دیپلوماتیکو کړیو په حواله خبر ورکړی دی چې د دغه پریکړه لیک د مسودې متن به په راتلونکو ورځو کې د کارپوهانو له خوا تر بحث او بررسۍ لاندی ونيول شي.

د دغه پریکړه لیک هدف په سوریه کې یو وار بیا د اوربند رامنځته کیدل دي، تر څو د حلب جګړه ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسول شي. د نوموړي دیپلومات په خبره فرانسه به دغه طرحه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ټولو غړو ته وړاندي کړي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انڅوریز البوم:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب