1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوربند په لومړۍ ورځ د ۱۵۰ کسانو وژل کیدل

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې د اختر په لومړۍ او دویمې ورځ په سوریه کې د نښتو په پایله کې له ۱۵۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي. له دې سره نو د اختر پر مهال په دې هیواد کې‎ د اوربند هیلې په اوبو لاهو شوي دي.

https://p.dw.com/p/16Y10
انځور: picture-alliance/dpa

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ وختې د سوریې رژیم او پاڅون کوونکو د لوی اختر په ورځو کې پر یوه اوربند باندې موافقه کړې وه. خو دواړو اړخونو ګواښ کړی وو چې که ورباندې له بل لوري برید وشي نو د هغه ځواب به ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوربند تر اعلانیدو یوازې څو ساعته وروسته د سوریې په بیلابیلو ښارونو کې د نوو نښتو رپوټونه ورکړل شول.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي، د اختر په لومړۍ ورځ چې د اوربند لومړۍ ورځ هم بلل کیده، په سوریه کې د بیلا بیلو نښتو په پایله کې لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي دي. د وژل شوو کسانو په ډله کې ۵۳ تنه ملکيان، ۵۰ پاڅون کوونکي او ۴۳ تنه د رژیم سرتیري شامل ول.

دې ادارې زیاته کړې ده چې د اختر په دویمه ورځ هم د سوریې په بیلابیلو برخو کې نښتې رامنځ ته شوې دي چې له کبله یې ډیرو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې سره نو د اختر پر مهال په سوریه کې د اوربند د پلي کولو هیلې په اوبو لاهو شوې دي. د جمعې په ورځ د سوریې دولتي تلویزیون د پوځ په حواله وویل: «پر اوربند سربیره وسلوالو ترهګرو زموږ پر پوستو باندې بریدونه وکړل. پوځ دا خبره مني چې د دې بریدونو ځواب یې ورکړي دی.»

د سوریې د بشري حقونو د څار مشر عبدالرحمان د المان خبري آژانس ته ویلي دي: «د سوریې په ډیرو برخو کې اوربند مات شوی دی.» هغه زیاته کړې ده چې د جمعې په ورځ یوازې د قربانیانو په شمیر کې کمی راغلی وو خو په سوریه کې تاوتریخوالي لا دوام لاره.

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیګ ځانګړي استازې لخضر ابراهیمي، د دغه اوربند د پلې کیدو له پاره هلې ځلې کړي وې. د سوریې په جګړه کې دواړو ښکیلو اړخونو د اوربند تر اعلانیدو مخکې ګواښ کړی وو چې که ورباندې له بل اړخه برید وشي نو ورته به ځواب ورکړي.

د جمعې په ورځ په دمشق کې یو موټر بم هم وچاودید چې له کبله لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول او ۳۲ تنه نور ټپیان شول. د سوریې دولتي تلویزیون تر دې چاودنې وروسته وویل چې د وژل شوو کسانو په ډله کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې. تر دمشق وروسته د دارا په ښار کې هم یو موټر بم وچاودید چې په کې ډیر شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. پر دې سربیره د سوریې په ډیرو برخو کې د رژیم د څاوکونو او پاڅون کوونکو تر منځ نښتې شوې دي.

تر دې مخکې د سوریې له پاره د عرب لیګ او ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کوفي عنان، هم په سوریې کې د اوربند د پلي کولو هڅه کړې وه. که څه هم په هغه وخت کې د سوریې رژیم او د دې هیواد پاڅونکوونکو ویلي وو چې اوربند به پلي کړي خو دا کار یې تر سره نه کړ.

مسعود جهش (dpa, AP, AFP)
کتونکی: سید ریاض