1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د تماس ډلې په اسد فشارونه زیات کړي دي

۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14WKI

د سوریې د شخړې د هواري له پاره د تماس نړۍ واله ډله د د يپلوماتیک حل پر سر يټینګار کوي. خو ورسره ئې د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد هم فشارونه زیات کړي دي تر څو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کوفي عنان د سولې له پلان څخه ملاتړ وکړي.

د تماس ډلې په سوریه کې په سیستماتیکه توګه د بشري حقونو څخه د سرغړونو د پیښو غندنه وکړه.

په دې ترڅ کې د ګڼو دولتونو استازو ویلي دي چې دوی غواړي د ملکي وګړو د ساتلو په موخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي. په دې کې له اپوزیسیون سره مالي مرستې هم شاملي دي خو په دې هلکه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

بشارالاسد هم ویلي وو چې دی به د کوفي عنان د پلان ملاتړ په هغه صورت کې وکړي چې د حکومت د مخالفینو څخه وسلې ټولې کړاې شي.