1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د رژیم د مخالفینو د ملي شوری نوی مشر وټاکل شو

۱۳۹۱ آبان ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/16gWh

د سوریې د اپوزیسیون ملي شوری په قطر کې د یوې غونډې په ترڅ کې جورج صابرا، چې عیسوی دی د خپل نوي مشر په توگه ټاکلی دی. دغو استازو د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې یوه، یوولس کسیزه اجرائیوي کمیټه او یو سیکرتریت چې ۴۱ تنه غړي لري هم ټاکلی دی. جورج صابر چې د معلم په توگه یې دنده تر سره کړې تر ټاکل کیدو وروسته د بشارالاسد پر وړاندې جگړه کې د پاڅون کوونکو له پاره د لا ډیرو وسلو غوښتنه کړې ده.

پر دې سربیره هغه ویلي دي چې د سوریې د مخالفینو له نورو ډلو سره به د اسد د رژیم د راپرځولو په برخه کې خپلې هڅې گړندې کړي. د سوریې ملي شوری د ۲۰۱۱م کال د اگست په میاشت کې د سوریې د دولت د مخالفینو له څو ډلو څخه په استانبول کې جوړه شوې وه. ویل کیږي چې په تیر وخت کې د نوموړي شوری په اړه داسې فکر کیده چې غیر موثره او تقسیم شوې وه.