1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د محاذ په دوو برخو کې اروبند نافذ دی

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د سوريې په مهمو محاذونو کي د امريکا او روسيې له لوري د فشار راوړلو وروسته اوربند نافذ دی. خو د حلب سيمه له دغه اوربند څخه استثنی او د بشري فاجعې د ګواښ سره مخامخ ده.

https://p.dw.com/p/1Ifhv
Syrien Krieg Kämpfe in Aleppo
انځور: Getty Images/AFP/A. Alhalbi

د روسیې او امریکا متحده ایالاتو له خوا د فشار راوړلو په نتيجه کي د سوريې په مهمو محاذونو کي د څو ساعتونو له پاره «د خاموشۍ رژيم» يا اوربند نافذ دی. خو حلب يا الېپو په دغه اوربند کې نه دی شامل. دا په داسي حال کي چي په دغه سیمه کې د یوه بشري ناورین رامنځته کیدو گواښ مخ پر ډیریدو دی.

لندن مېشته د سوريې د بشري حقونو څارونکي ډلې د معلوماتو له مخې متخاصمو ډلو د ختیځ غوطه او لاذقیه ساحلي ولایت کې یاغیانو وسلې پر مځکه ايښي دي. د سوريې د بشري حقونو د وضعيت څارونکي دغې ډلې مشر عبدالرحمن رحماني ویلي دي چې په دغو دواړو سیمو کې وضعه آرامه ده او اوس د ډزو غږونه نه اوریدل کیږي.

د بشري حقونو د څار دغه مرکز له پاره ستونزمنه ده چې له سوریې څخه د انټرنټ له لاري د ترلاسه کیدونکو معلوماتو رښتینولي او استقلالیت و ارزوي.

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په اصرار په ظاهره کې د جگړې د دواړو متخاصمو ډلو تر منځ په اصطلاح د «سکوت رژیم» يا د اوربند یوه موافقه رامنځته شوې. د سوریې پوځ د معلوماتو له مخې دغه اوربند به د پلازمېنې دمشق په ختیځ غوطه سیمه کې د ۲۴ ساعتونو او د لاذقیه په ساحلي سیمه کې د ۷۲ ساعتونو له پاره مراعات شي.

دغه اوربند د حلب يا الیپو په ولایت کې چیرې چې بشري وضعه ډیره خرابه ده صدق نه کوي. په دغه سیمه کې د رژیم پوځي الوتکو د یاغیانو پر مرکزونو خپلې بمبارۍ جاري ساتلې دي. د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۹مه نېټه) د سوریې په دویم لوی ښار کې یو روغتون د دویم ځل له پاره بمبار شو. دغه روغتون څو ورځې مخکې هم بمبار شوی وو چې په ترڅ کې ډیرو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې وه. یوازې په تیره اونې کې په حلب کې تر ۲۳۰ ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي.

حکومت په حلب کې لوی عملیات پلان کړي دي

د سوریې حکومت د امنیتي کړیو په حواله د واشنگټن حکومت په حلب کې هم د جگړې بندیدو غوښتنه کړی ده. خو مسکو دغه غوښتنه رد کړې ده. همدارنگه یوه لوړپوړي امریکایې چارواکي هم ویلي دي چې په دغه لوې ښار کې د اوربند په هکله هیڅ کومه موافقه نه ده رامنځته شوې.

د سوريې دغه پخوانی اقتصادي مرکز ګڼل کېدونکې سيمه د سوریایې پوځ د لویو عملیاتو له گواښ سره مخامخ ده. پوځ غواړي چې حلب په بشپړ ډول بیرته تر خپل کنترول لاندي راولي. په دې توگه نو دغه ښار یو وار بیا د بشري ناورین له گواښ مخامخ دی.

د سوریې په دغه شمالي ښار حلب کې د یاغیانو پر مرکزونو د هوایې بمبارې په ترڅ کې د قربانیانو شمیر لوړ شوی دی. د ژغورنکو د ډلې د مرستندویانو د معلوماتو له مخې د شنبې په ورځ لږ تر لږه یو تن مړ او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

رسنیز فعال یاسین ابو ریاض بیا د دریو تنو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د رژیم مخالفین د یاغیانو تر کنترول لاندی سیمو کې د هوایې بمبارۍ مسئولیت پر دولت وراچوي. د فبرورۍ میاشتې د پای را پدیخوا په سوریې کې اوربند نافذ دی، خو دغه اوربند بیا په جگړه کې د ښکیلو اړخونو له لورې په وار وار سره مات شوی دی.