1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د کډوالو له پاره د مرستو د ټولولو هڅه

قاسم نوري (اني المیلینګ)۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعه

د سوريې د کډوالو حالت ورځ په ورځ خرابیږي .اوس عربي ټولنه او ملګري ملتونه غواړي چې په کویټ کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې د هغوی له پاره پيسې راټولې کړي. په دې کنفرانس کې به له اروپايي هیوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه وشوي.

https://p.dw.com/p/17RQM
انځور: Olivier Voisin/AFP/Getty Images

پاکې اوبه، شړۍ او یا خیمې هغه څه نه دي چې په بشپړه توګه د سوريې د کډوالو د مړینې مخه ونیسي. خو دغو کډوالو ته آن همدا لومړني ضروري شیان هم په وخت او کافي اندازه نه رسیږي. د اردن او «سوریې–ترکیې» د کډوالو په کمپونو کې د دغو ضروري توکو ډیر کمښت موجود دي.

په کویټ کې کنفرانس

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان (UNHCR) غړې زېبیلا ویلکیس له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه سازمان خیمو، شړیو او لوښو ته اړتیا لري.

عربي ټولنې او UNHCR د جنوري میاشتې په ۳۰مه نیټه په کویټ کې د مرسته کوونکو هيوادونو یو کنفرانس دعوت کړی دی. په دغه کنفرانس کې به له سوریې سره د مرسته کولو په موخه پیسې راټولې شي. دغه پیسې به بیا د ضروري توکو پر رانیولو ولګول شی چې وروسته بیا سوریایي کډوالو ته ورکړل شي.

د سوريې د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د دوه کلنو جنګونو له کبله تر دوه میلیونو څخه ډیر انسانان کډوال شوي دي.

په سیمه کې ډیر سوړ ژمي، سختو بارانونو او واورو د سوريايي کډوالو ژوند په وروستیو اونیو کې نور هم تریخ کړی دی.

په میلیونو انسانان د تېښتې په حال کې دي

د ملګرو ملتونو د شمیرو پر اساس د سوریې د کړکیچ له پیل راهیسې ۶۰۰۰۰۰ سوريایان ګاونډیو هيوادونو لکه لبنان، اردن او ترکیې ته کډوال شوي دي. ویلکیس وایي چې ورځ په ورځ د سوریایي کډوالو شمیر نور هم ډیریږي. د هغې به خبره هره ورځ په متوسط ډول د ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې سوریایان تېښتې ته مجبوریږي.

مرستو ته سخته اړتیا

په سوريه کې د خلګو ژوند سخت شوی دی. اوبه، خوراکي توکي او دارو درمل چې د نړۍ په ډیرو برخو کې په اسانۍ سره تر لاسه کیدای شي، په سوریه کې په کمیابو توکو بدل شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس اوس هر پنځم سوريايي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خلیج له هیوادونو څخه د مرستو هیله

د UNHCR د معلوماتو پر اساس له سوریایي کډوالو سره د مرستې له پاره د کال په لومړۍ نیمایي کې ۱.۵ ميلیارډه ډالرو ته اړتیا شته. دغه سازمان نه یوازي د اروپا او امریکا مالي ملاتړ ته سترګې په لار ده ، بلکې د نورو هيوادونو او په خاص ډول د خلیج هیوادونو په مرسته هم حساب کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ویلکیس په خبره دا چې پیسې له کومه ځایه راځي، مهمه نه ده بلکې د هغې په خبره مهمه موضوع دا ده چې سوریایي کډوالو ته عاجلې مرستې ورسیږي.