1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د کړکیچ د حلولو له پاره نوې هلې ځلې

۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه

د امنیت د شورا له غونډې څخه مخکې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عرب لیگ ځانګړي استازي کوفې عنان، د دغه هیواد د کړکیچ د حل په بهیر کې د ایران د ګډون غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/15V9Y
انځور: Reuters

ګمان نه کیږي چې د سوریې کړکیچ دې په سوله ییزه توګه د ایران له ملاتړ څخه پرته حل شي. دا خبره د سوریې له پاره د ملګرو ملتو ځانکړي استازي کوفي عنان، په تهران کې له خبرو اترو څخه وروسته وکړه. هغه مخکې له دې چې نن د امنیت د شورا غوندې ته خپل رپوټ وړاندې کړي تهران، بغداد او دمشق ته سفرونه کړي وه. عنان ویلي دي: «موږ د یو راتلونکي اقدام په هکله موافقې ته ورسیدو. دغه پلان به زه وسلوال اپوزیسیون ته هم وړاندې کړم.»

دا خبره عنان په دمشق کې د دوشنبې په ورځ د سوریې له ولسمشر بشارالاسد، تر لیدنې وروسته وکړه. د ملګرو ملتونو د دغه استازي دې خبرې یو ځل بیا د سوریې د کړکیچ د سوله ییز حل له پاره هیلې راژوندۍ کړې. هغه یادونه وکړه چې له اسد سره د هغه خبرې اترې رغوونکې وې:

«ما ټینګار وکړ چې سیاسي دیالوګ ته به دوام ورکړو. ولسمشر دا خبره له ما سره ومنله. بله موضوع چې موږ پرې وغږیدو د سولې شپږ فقره يي پلان وو. هغه ماته وویل چې د سوریې حکومت پر دی پلان ټینګ ولاړ دئ او د هغه په تطبیق کې باید وروسته له دې نور هم زیات زیار وباسو.»

د سوریې اپوزیسیون دمشق ته د کوفي عنان پر سفر باندې یوازې نیوکې وکړې. د هغوی په نظر د سولې پلان ناکامه شوی دئ. هغوی غواړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید د سوریې د رژیم پر ضد پریکړې صادرې کړي. اپوزیسیون یوازې پر داسې پلان باندې خبرې کول غواړي چې په پایله کې ئې کوفي عنان له دندې څخه گوښه شي.

د هغوی له دا ډول سخت دریځ سره سره کوفي عنان د تهران په لور ولاړ. د روسیې تر څنګ ایران د سوریې د رژیم د سترو ملاتړ کوونکو له ډلې څخه دئ. هلته هم عنان هڅه وکړه چې د خپل پلان له پاره د تهران ملاتړ تر لاسه کړي. هغه ظاهراً له بریالیتوب څخه خبرې وکړی:

«دلته زه له بهرنیو چارو وزیر صالحي سره غږیږم. هڅه کوم چې ایران قانع کړم چې د سوریې د کړکیچ په سوله ییز حل کې مرسته وکړي. باید ووایم چې د ځانګړي استازي په توګه ما د ښاغلي وزیر او د حکومت ملاتړ تر لاسه کړ. زه فکر کوم چې موږ به خپلو همکاریو ته دوام ورکړو چې د سوریې کړکیچ حل کړو.»

له تهران څخه وروسته عنان بغداد ته مخ واړاوه. د عراق صدراعظم نوري المالکي، هم د ولسمشراسد له ملاتړ کوونکو څخه شمیرل کیږي. د عنان له سفر څخه مخکې د عراق د حکومت یوه ویاند وویل چې هغوی هم غواړي چې د سوریې د شخړې په حل کې ونډه ولري.
په عین وخت کې د سوریې ستر ملاتړ کوونکی ماسکو، هم اوس غواړي چې دمشق او د هغه پر اپوزسیون باندې فشار راوړي. ولسمشر ولادمیر پوتین، ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې د شخړې دواړه اړخونه باید خبرو اترو ته مجبوره کړای شي. په پام کې ده چې د چهار شنبې په ورځ د سوریې د اپوزیسیون رئیس ماسکو ته سفر وکړي. لنډه دا چې د امنیت د شورا له غوڼدې څخه مخکې د سوریی د کړکیچ د حل له پاره هرې خوا ته هلې ځلې پیل شوې دي.

په سوریه کې د ملګرو ملتونو د سولې د څارونکي ماموریت قوماندان رابرت مو، د چهارشنبې په ورځ د خپلی هیلې سترګې نیویارک ته ځیر کړې دي چې هلته د امنیت شورا څه پریکړه کوي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش