1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې رژیم مخالیفنو ته نوري مرستي ورکول کيږي

۱۳۹۱ مهر ۸, شنبه

واشنګټن ویلي دي چې د بشارالاسد د رژیم له مخالیفنو سره به خپلې مرستې ډیرې کړي. متحده ایالات پلان لري چې ۴۵ میلیونه ډالر سوریې ته واستوي. خو هغه څه چې د بشارالاسد مخالفین غواړي هغه په مستقیم ډول پوځي مرسته ده.

https://p.dw.com/p/16HSi
انځور: Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، د جمعې په ورځ په نیویارک کې د «سوریې د ملګرو» په نوم یوې ډلې ته وویل چې متحده ایالات به د سوریې د رژیم مخالفینو ته ۴۵ میلیونه ډالر اضافي مرسته ورکړي. دغه اعلان په داسې حال کې کیږي چې ویل کیږي د سوریې په حلپ ښار کې سخته جګړه روانه ده.

نورې مرستې هم راراوانې دي

کلنتن وویل چې دغه پیسې به په دوو پړاونو کې سوریې ته واستول شي. د پیسو د استولو په لومړي پړاو کې به ۳۰ میلیونه ډالر د درملنې او روغتیا د خدمتونو په برخه کې مصرف شي. په دویم پړاو کې به ۱۵ میلیونه ډالر د سوریې د ملکي ګروپونو د ملاتړ له پاره ولگول شي.

د دغو پیسو له استولو سره به سوریې ته په ملکي برخو کې د امریکا مرستې ۱۳۰ میلیونه ډالرو ته ورسیږي. د دې تر څنک د امریکا له خوا د سوریې د رژیم مخالفینو ته غیر پوځي مرستې به ۴۵ میلیونو ډالرو ته ورسیږي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې په سوریه کې د کورونو او ښوونځیو بیا رغولو ته اړتیا شته.

د رژیم مخالفین تر دې ډیر څه غواړي

د امریکا متحده ایالاتو له خوا د جمعې په ورځ اعلان شوې مرستې هغه څه نه دي چې د سوریې د رژیم مخالفین ئې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي. د اسد د رژیم مخالفین غواړي چې په مستقیم توگه ورسره پوځي مرسته وشي.

د سوریې د رژیم له مخالفینو سره د مستقیمو پوځي مرستو له پاره د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا موافقه لازمه ده. خو چین او روسیه تل د خپلې ویتو رایې په کارولو سره د سوریې د رژیم پر وړاندې د پریکړه لیکونو مخه نیسي. لویدیځ هیوادونو ویلي دي چې د سوریې د رژیم مخالفینو ته به وسلي ور نه کړي.

په سوریه کې له ۱۸ میاشتو راهیسې جگړه روانه ده چې په ترڅ کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

مسعود جهش (اسوشیتد پرس، د فرانسې خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: سید ریاض