1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې رژیم ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ

مسعود (AP, AFP)۱۳۹۲ فروردین ۲۳, جمعه

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت، ملګرو ملتونو ته په خپل هیواد کې د القاعدې د فعالیتونو په اړه شکایت وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د سوریې پوځ د دې هیواد په سویل کې د ډیر شمیر ملکیانو په ګډون ۴۵ کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/18Ehp
انځور: Dimitar Dilkoff/AFP/Getty Images

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اپریل د میاشتې یوولسمه) ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته په خپل هیواد کې د القاعدې د فعالیتونو له کبله شکایت وکړ. د سوریې رژیم تر هغه وروسته ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ، چې تر دې یوه ورځ مخکې په سوریه کې د پاڅون کوونکو د یوې پیاوړې ډلې مشر د القاعدې د ترهګرې شبکې له مشر ایمن الظواري څخه خپل تابعیت اعلان کړ. د سوریې د پاڅونکوونکو دغه ډله «جبهة النصرة» نومیږي. له دې سره نو د بشارالاسد هغه ادعا چې وایي په وروستیو دوو کلونو کې له ترهګرو سره جنګیږي، پیاوړي شوې ده.

په یوه لیک کې چې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته استولی دی په کې راغلي دي چې دغه هیواد تر اوسه د امنیت له شورا څخه تمه کوي چې د نړیوالې سولې د تأمینولو له پاره خپله دنده سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه پر هغو کسانو چې له القاعدي څخه اړیکي لري د سفر د اجازې نه ورکولو، شتمنۍ د کنګلولو او وسلو د نه ترلاسه کولو بندیزونه لګوي.

په سوریه کې له تیرو دوو کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده. د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس دغې جګړې تر اوسه پورې له ۷۰۰۰۰ څخه د ډیرو کسانو ژوند اخیستی دی. په وروستیو وختونو کې یو شمیر هیوادونه غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دې د اسد د رژیم مخالفینو ته وسلې ورکړي، خو د النصره وروستي اعلان په نړیواله کچه دا اندیښنې راپارولي دي چې د سوریې د رژیم مخالفینو ته د وسلو استولو په صورت کې هغه د غلطو کسانو لاس ته هم رسیدای شي.

امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه اوس مهال د سوریې له پاڅونکوونکو سره غیرې پوځي مرستې کوي. خو پاڅونکوونکي له نړیوالې ټولنې څخه د وسلو او مهماتو غوښتنه کوي.

د سوریې د رژیم مخالفینو د چهارشنبې په ورځ هم په لندن کې د G8 هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډو کې له بیلابیلو هیوادونو څخه وغوښتل چې هغوی ته وسلې ورکړي.

د سوریې په سویل کې درانه تلفات

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سوریې پوځ د پنځو ماشومانو او اوو تنو ښځو په ګډون ۴۵ کسان وژلي دي. د دې ادارې په حواله دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د سوریې په دوو سویلې ښارونو صنمین او غباغیب کې وژل شوي دي.

پر دې سربیره د سوریې په یو شمیر نورو سویلې ښارونو کې هم د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. د سوریې پاڅونکوونکي غواړي د خپل ځان له پاره له اردن څخه تر دمشق پورې یوه لاره رامنځ ته کړي ترڅو پر دمشق باندې د راتلونکې احتمالي برید له پاره چمتوالی ونیسي.

د سوریې د پاڅونکوونکي ملي شورا د رژیم له خوا پر احتمالي وژنو نیکه کړې ده او هغه یې ظالمانه بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دي چې دولتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد یو لړ عملیات ترسره کړي دي او هغوی یې په نښه کړې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب