1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې زياتو کلابندو سیمو ته مرستې نه رسیږي

۱۳۹۵ آبان ۸, شنبه

د آلمان د حکومت په حواله د سوریې په محاصره شوو سیمو کې ډیر لږ شمیر ملکي خلک خوراکي توکو ته لاسرسی لري. په همدې وخت کې په حلب کې جګړې زور اخیستی خو روسیې د اوس له پاره هوایې بمباري بنده کړی ده.

https://p.dw.com/p/2RsHM
Syrien Hilfskonvoi
انځور: Reuters/B. Khabieh

په روانه میاشت کې یوازې ۷۷۰۰۰ سوریایانو ته بشري مرستې رسیدلي دي. په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د سوریې په ۲۹ سیمو کې ۹۶۰ زره انسانان په ځانګړي توګه د عاجلو مرستو په ډله کې طبقه بندي کړي دي. دغه رپوټ راینیشه پوست، ورځپاڼې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کیڼ اړخو د پوښتنې په ځواب کې د ویل شوو معلوماتو په حواله خپور کړی دی. په دې توګه نو په هرو لسو سوریایانو کې یو تن هم په کافي اندازه خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی مارکوس ادیرر، وایې چې د سوريې د رژیم تر محاصرې لاندې دریو سیمو کې ۴۲ زره انسانانو ته خوراکي توکي رسول شوي دي. همدارنګه د داعش یا«اسلامي دولت» تر محاصرې لاندې سیمو کې ۳۵ زره ملکي خلکوته مرستي رسېدلي دي. سربیره پر دې په هغو ځایونو کې چې لاس رسی ورته ډیر مشکل دی ۲۰ زره سوریایانو ته مرستې رسول شوي دي.

سخته جګړه

په عيني حال کي د سوریې په محاصره شوي ښار حلب کې د سوریایې ځواکونو او یاغیانو تر منځ سخته جګړه روانه ده. د رپوټونو له مخې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ۲۸مه نېټه) د جیش الفتح ډلې پورې اړوند ائتلاف یاغیانو د حلب د ختیځې برخې د محاصرې د ماتولو له پاره جګړه پیل کړه. د احرار الشام، په نوم با نفوذه اسلامي ملیشې ویاند وویل: «د رژیم له خوا د حلب د لویدیځې برخې محاصره به پای ته ورسوي.»

د فتح الشام جبه هم د دغه اسلامپالو د ائتلاف یوه برخه ده چې د القاعدې له ترهګرې شبکې څخه تر جلا کیدو مخکې د النصره جبهه نومیدله. د جولای میاشتې را پدیخوا یاغیانو د ښار ختیځه برخه کلابنده کړې.

د سوریایې اپوزیسیون د بشري حقونو څارونکي دفتر د معلوماتو له مخې یاغیانو د حلب په لویدیځه برخه په سلګونه توغندي توغولي دي. ویل کیږی چې په دغو ډزو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپیان شوي دي. سربیره پر دې د رپوټونو له مخې د حلب ښار په لویدیځ کې دری تنو بریدګرو له خپلو موټرو سره چې چاودیدونکي مواد په کښې بار ول د سوریې رژیم د کنترول پر پوستو ځانمرګي بریدونه وکړل.

په سوریه کې د بشري حقونو وضعیت څارونکي دفتر په حواله یاغیانو تر ماښام پورې د حلب په سویل لویدیځه برخه کې د ضاحیه الاسد سیمه ونیوله. د څارونکي دفتر د معلوماتو له مخې د جمعې په ورځ په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۸ تنه سوریایې پوځیان او حکومت پلوه جنګیالي وژل شوي دي.

نوموړی سازمان د یاغیانو د تلفاتو په هکله معلومات نه ورکوي. دغه څارونکي مرکز، چې مقر یې په بریتانیا کې دی خپل معلومات په سوریه کې د مدني فعالانو څخه ترلاسه کوي. خو دغه معلومات بیا د کومې مستقلې ادارې له خوا نه ارزول کیږي.دولتي تلویزون د یاغیانو خبرې رد کړي

د «سانا» په نوم دولتي خبري آژانس ویلي دي چې د سوریې هوایې ځواکونو د حلب په لویدیځ او سویل سیمو کې د یاغیانو پر مرکزونو بمبارۍ کړي دي او ډیر شمیر ترهګر یې وژلي دي. د سوریې دولتي تلویزون بیا د یاغیانو له خوا په حلب کې د سیمو نیول رد کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر حلب نوي بمبارۍ رد کړي دي. د کرملین ویاند دیمیتري پِسکوف، اعلان کړی دی: «د ولسمشر په اند د هوایې بمباریو له سره پیلول یو سم کار نه دی. د پوتین په اند حلب یو وار بیا انسان دوستانه وقفې ته ضرورت لري.» روسیه وایې چې د لسو ورځو راهیسې یې پر حلب هوایې بمبارۍ نه دي کړي.

امریکا متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د سوریې پر حکومت تور ولګاوه چې د یاغیاتو تر کنترول لاندې سیمو ته د خوراکي توکو د لیږد مخه نیسي. د امریکا متحده ایالاتو یوه استازي وویل چې دمشق پریږدې چې په حلب کې خلک له لوږې مړه شي. روسیه له خپل دې کار سره د جنګي جنایت مرکب ګرځي.

په همدې منځ د ملګرو ملتونو عمومي مونشي بان کي مون د ادلیب په ولایت کې پر یوه ښوونځې د هوایې بمبارۍ د مسئولینو د محاکمې غوښتنه کړي. دغه برید چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوی وو په ترڅ کې یې د شپږو تنو ښوونکو په ګډون ۲۲ تنه زده کونکي وژل شوي ول.

بان کي مون اعلان وکړ«داسې بریدونه په هغه صورت کې چې قصدي وي، کیدای شي جنګي جنایت وبلل شي.»

په سوریه کې د بشري حقونو د څار مرکز ویلي وو چې د سوریې یا روسیې هوایې ځواکونه د دې برید مسئول دي. مسکو د دغه برید په هکله هر ډول مسئولیت رد کړی دی او حتی د جمعې په ورځ یې اعلان وکړ چې اصلاً داسې کوم برید نه دی ترسره شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا ساخاروا، اعلان وکړ چې د دغه ویجاړ شوي ښوونځي انځور جعلي دی او په دې توګه هیڅ څوک نه دي وژل شوي. 

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.09.2016):

Syrien Rebellenkämpfer
د بشارالاسد ضد جنګياليانځور: Reuters/A. Abdullah