1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې له لوري پر ترکیې بیا برید شوی دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبه
https://p.dw.com/p/16LYL

ترکیې ویلي دي چې په روانه اونۍ کې د دویم وار له پاره له سوریې څخه د دوی په خاوره گولې وریدلي دي. زیاته شوې ده چې دا ځل دغه مرمې د هټایا په ولایت کې پولې ته څیرمه لگیدلي دي. تر دې د مخه د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردوغان ویلي وو چې هیواد ئې له سوریې سره جگړه نه غواړي خو په عین وخت کې ئې سوریې ته خبرداری ورکړی وو چې د دوې د ارادې ازمویل به «لویه تیروتنه» وي.

زیاته شوې ده چې د جمعې د ورځې د بمبارې په ځواب کې د ترکیې ځواکونو د سوریې پر دولتي پوستونو باندې بریدونه تر سره کړي دي. په عین وخت کې د المان صدراعظمې انگلا میرکل ویلي دي چې د المان دولت د نوموړي کړکیچ د زیاتیدو له امله خواشینی دئ. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون هم له دمشق او انقرې څخه غوښتي دي د نوموړې شخړې د ختمولو له پاره هڅې وکړي.