1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې له یاغیانو سره د پوځي مرستو امکان

شمس الرحمان ناصر (دویچه ویله)۱۳۹۲ مرداد ۱, سه‌شنبه

د امریکا د کانگرس یوه غړي ویلي دي چې هیواد یې باید په سوریې کې لا ډیره مداخله وکړي. تر دې مخکې گانگریس د سوریې پر پاڅونکوونکو بندیزونه له منځه وړي ول چې په پایله کې یې له هغوی سره مستقیمې پوځې مرستې ممکنه شوې دي.

https://p.dw.com/p/19CFX
Syrian rebels inspect what's left of a convoy of government forces following clashes in the outskirts of the northern city of Raqqa on July 1, 2013. Fighting between rebels and regime loyalists continue amid diplomatic efforts to end the two-year conflict that has killed more than 100,000 people since March 2011, according to the Syrian Observatory for Human Rights. AFP PHOTO/MEZAR MATAR (Photo credit should read MEZAR MATAR/AFP/Getty Images)
Syrien Krieg Bürgerkrieg Assad-Regime Freie Syrische Armee Raqqa 04.07.2013انځور: Mezar Matar/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس غړي او د دغه هیواد په پارلمان کې د اطلاعاتي کمیټې مشر مایک راجرز، د دوشنبی په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د جولای۲۲ نیټه» له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «موږ په دې باور یو چې اوس په داسې یوه موقعیت کې یو چې حکومت کولای شې [د سوريي په کړکیچ کې] مخ پر وړاندی حرکت وکړي.»

د رویترز خبري آژانس په حواله تر دې مخکې هم دیموکرات او جمهوري غوښتونکو استازو د سوریې له مخالفینو سره په وخت د مستقیمو پوځي مرستو د نه کیدو له کبله اندیښنه څرگنده کړې وه. هغوی د امریکا د سنا او گانگریس د اطلاعاتي کمیټو په غونډو کې ویلي وو چې نه شي د سوریې پاڅونکوونکو ته د وسلو د لیږلو بهیر ځنډول په سوریې کې د امریکا د پلانونو د بې پایلې پاتې کیدو سبب وګرځي. خو اوس امریکا د سوریې د پر مخالفینو باندې د لگیدلیو بندیزونو په لیرې کولو خپلې موخې ته د رسیدو لاره هواره کړه.

سپينې ماڼۍ د جون ماشتی په لومړیو کې اعلان کړی وو چې د سوريې د رژیم د مخالفینو له یو شمیر پیژندل شویو او تائید شویو ډلو سره به مستقیمې پوځي مرستې وکړي. له هغه وخت راهیسې امریکايي قانون پوهان دغه حساسه موضوع څیړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیراستازي بیا اندیښنه لري چې نه شي د سوریې له پاڅونکوونکو سره د امریکا مستیقیمې پوځي مرستې  د رادیکالو او تندلارو اسلامپاله ډلو لاسونو ته ولویږي. تر دې مخکې د سوریې د پاڅونکوونکو ډلو تر منځ ځینو یې القاعدې ته خپله وفاداري اعلان کړې وه.

یوه اوونۍ وړاندې د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي وویل چې د سنا د اطلاعاتي کمیټی هغو غړو چې پخوا یې  د سوريي مخالفینو ته د مستقیمو پوځي مرستو ورکولو مخالفت کاوه اوس په دې برخه کې دولت ته شین څراغ ښودلی دی. خو د هغوی شرط دا دی چې د دغو مرستو د رسولو د بهیر په اړه په منظم ډول نوي معلومات تر لاسه کړي.

په همدې حال کې مایک راجرز هم له رویترز سره په مرکه کې ویلي دي چې د امریکا کانگرس هم د سوریې پاڅونکوونکو ته د وسلو د لیږدولو په بهیر کې خپل شرایط او شرطونه لري. هغه ټینگار کړی دی چې د اوباما اداره باید د نورو تر څنگ دغه شرایط هم په پام کې ونیسي. خو مایک راجرز د دغو شرایطو په اړه د جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

په سوریې کر له دوو کلونو راهیسې کورنۍ جگړه روانه ده چې د ملگرو ملتونو په حواله په پایله کې یې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب