1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې ياغيانو د سولي خبري اتري درولي دي

۱۳۹۵ دی ۱۴, سه‌شنبه

په اصل کې بايد د سوریې د سولي خبرې اترې په جنوري میاشت کې پيل شوي وای. خو اوس شکونه پيدا شوي چې آيا دا خبري به ترسره شي او که نه. ځکه ياغيان دې مذاکراتو ته چمتو نه دي. دوی وايي دليل يې له اوربند څخه دوامداره سرغړوني دي.

https://p.dw.com/p/2VBX8
Syrien Gefechte um Dabiq
انځور: Getty Images/AFP/N. Al-Kathib

په يوه شريکه اعلاميه کې ډیرو ياغي ډلو د دې ګام علت د ولسمشر بشارالاسد ځواکونو له خوا له څلورو ورځو راهيسې له روان اوربند څخه په وار وار سرغړونه په ګوته کړې ده. په اعلاميه کې زياته شوې ده چې دوی «د سولې د خبرو اترو په تړاو ټولي خبري دروي.»

په ټوليزه توګه دولس ياغي ډلو چې د سوریې د آزاد پوځ په نامه ياديږي، په دغه اعلاميه کې ټينګار کړی دی چې جنګيالو یې په ټول هيواد کې اوربند مراعت کړی دی. خو د سوریې حکومت او متحدينو یې په وار وار له دې څخه سرغړونه کړې.

په قزاقستان کې د سولي خبري

تر اوسه په نظر کې وه چې حکومت او ياغي ډلي به د سولي د خبرو له پاره د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې سره وګوري. روسيه او ترکيه به هم د منځګړي په توګه په دې خبرو کې ګډون وکړي. ځکه اوربند د دې دوو هيوادونو په زيار رامنځته شوی وو او د جمعې له شپې راهيسې عملي کيږي. خو سربيره پر دې هم د هيواد په ځينو برخو کې نښتې رواني دي.

جګړې او هوايي بريدونه

د نويو جګړو ميدان په ځانګړي توګه د برادا درې سيمه وه چې پلازمېني دمشق ته نزدې پرته ده. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې په حواله هلته حکومتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ هم پر ياغيانو هوايي بريدونه وکړل.

د برادا سيند د برادا د پراخې درې له لاري د دمشق پر لور بهیږي او د اوبو يوه مهمه سرچينه بلل کيږي. حکومت پر ياغيانو پر پلازمينه د اوبو د بندولو تور لګوي.

ياغيانو ویلي دي چې په برادا دره او په ختيځ غوتا سيمه کې د دوامداره بريدونو له کبله د زرونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی. زياته شوې چې د حکومتي ځواکونو  پرمختګ له اوربند سره په ټکر کې دی. دوی زياتوي چې که چیري بريدونه ونه دریږي نو د اوربند تړون به په نشت حساب شي.

نور مطالب: