1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په لانجه کې ماسکو تر فشار لاندې دئ

۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبه

د اروپا اتحادیه هڅه کوي چې د دوشنبې په ورځ په سنت پیترزبرګ کې له روسیې سره د خبرو اترو په ترڅ کې، د دغه هیواد ولسمشر قانع کړي چې د سوریې پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي.

https://p.dw.com/p/157Pt
انځور: dapd

د اروپا د اتحادیې د بهرنیو چارو مسئولې کاترین اشتون، له نوموړې سرمشریزی غونډي څخه مخکې ویلي دي چې روسیه د سوریې د سولې په نړیوال پلان کې ډیر مهم نقش لوبوي. هغې وویل چې په همدې وجه د اروپا اتحادیه هڅه کوي چې له مسکو سره په دې برخه کې له نزدې کار وکړي.

روسیه او چین د امنیت د شورا دوه دایمي غړي دي چې لا تر اوسه د سوریې د بشارالاسد له رژیم سره ملاتړ کوي. دغه دواړه هیوادونه د امنیت په شورا کې د دمشق پر ضد د سختو بندیزونو مخالف دي.

تیره اونۍ کله چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین برلین او پاریس ته سفر وکړ د المان او د فرانسې له مشرانو سره ئې په خپلو خبرو اترو ټول ټینګار پر دې وو چې روسیه په هیڅ صورت سره د بشار الاسد د رژیم پر ضد پوځي اقدام زغملای نه شي. پوتین وویل چې یوازې سیاسي هلې ځلې کیدای شي چي د سوریې روانه لانجه حل کړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتو د چارو کارپوه جیف لارنتي، چې په «سنچیري فوندیشن» نومې تحقیقاتي مرکز کې کار کوي وایي چې لویدیځ مشران و نه توانیدل چې د روسیې نوی ټاکل شوی ولسمشر د سوریې په موضوع کې تر خپل څنګ ودروي: «پوتین د هغوی په لور ان یو ملي متر هم وړاندې قدم وا نه اخیست. په دې وجه د هغوی تر منځ نن تر پخوا زیات واټن موجود دئ.»

دا چې ولې ماسکو د سوریې د رژیم تر شا ټینګ ولاړ دئ دلایل ئې زیات دي. سوریې ته د وسلو له استولو څخه نیولې تر اقتصادي ګټو پورې، ټول هغه لاملونه دي چې روسیه ئې له کبله د سوریې ملاتړ کوي. د روسیې د تیلو او ګازو د استخراج شرکتونه په سوریه کې فعال دي. له بلې خوا سوریه د روسیې له پاره د وسلو د صادراتو دریم ستر بازار دئ. که څه هم په برلین کې پوتین د المان له صدراعظمې انګلا میرکل، سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې روسیه کومې وسلې چې د اسد رژیم ته استوي، هغه به هیڅکله په کورنۍ جګړه کې و نه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په المان کې د روسیې د چارو کاپوه ستیفان مایستر، وایي چې د پوتین دا ژمنه عملي کیدای نه شي: «کله چې روسیه پر سوریه باندې خپلې وسلې وپلوري هیڅ روسي پوځي او نه هم د روسیې کوم ولسمشر د دې توان لري چې هغه کنترول کړي چې دا وسلې د چا پر وړاندې استعمالیږي. زه په ډاګه وایم چې له داسې وسلو څخه هرمرو د یاغیانو پر ضد کار اخیستل کیږی.»

خو اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د سوریې د لانجې غوټه څرنګه د دیپلوماتیکو لارو له لارې خلاصیدای شي. د ملګرو ملتو د چارو کار پوه جیف لارنتې، وایي چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارې ناوې پیلي، وړاندیز معقول ښکاري:

«هغې وړاندیز کړی دئ چې د سوریې د حوله د سیمې د عام وژنې قضیه دې د دنهاګ نړیوالې محکمې ته راجع شي چې دغه قضیه تر څیړنې لاندې ونیوله شي او له دې لارې د اسد پر رژیم باندې فشار زیات شي. پرته له دې چې د هغه د حکومت د راپرځولو هڅه وشي او یا د هغه پر ضد بندیزونه زیات شي.»

خو دا چې روسیه دا وړاندیز مني او که نه، لا تر اوسه معلومه نه ده. په دې برخه کې امریکا او چین هم ښایي له روسیې سره لاس یو کړي ځکه دغه هیوادونه هم د دنهاګ محکمه په رسیمت نه پیژني.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش