1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په کنفرانس کي د ايران نامعلومه ګډون

احمد ولي اچکزی (نجما الموسوي)۱۳۹۲ دی ۱۳, جمعه

په سوريې کي د سولې د راوستلو په منظور بالاخره د کنفرانس نېټه معلومه سوه. خو د دغه کنفرانس په تړاو يوه لانجه لا پاته ده چي هغه په دغه کنفرانس کي د ايران د نقش په هکله ده.

https://p.dw.com/p/1Akny
انځور: AP

امريکا متحده ايالاتو او روسيې په مياشتو د دې له پاره هڅې وکړې چي د سوريې د سولې کنفرانس له پاره چمتووالی ونيول سي. خو د دغه کنفرانس نېټه څو ځله وځنډول سوه ځکه يا خو به د بشارالاسد رژيم او يا هم ياغيانو نوي شرايط رامخې ته کړل.

اوس بالاخره د جنوري مياشتې ۲۲مه نېټه د دې له پاره ټاکل سوې چي د سويس په مونټريو کي دغه کنفرانس داير سي. د دغه کنفرانس مقصد د سوريې د کورنۍ جگړې د پای ته رسولو هڅه ده چي په کي تر اوسه تر ۱۲۰ زرو څخه زيات انسانان وژل سوي دي. خو د کنفرانس د گډونوالو په هغه نوملړ کي چي د لخضر براهيمي له خوا وړاندې کړل سوی، په کي د ايران پلاوی نه دی ياد سوی. هغه په دې دليل چي زيات دولتونه په دغه کنفرانس کي د ايران د گډون مخالفت کوي.

«ايران د لانجې برخه ده»

ویل کیږي چې ايران د سوريې د لانجې يو فعال برخوال دی. نوموړی هيواد د ياغيانو پر ضد د ولسمشر بشارالاسد د رژيم ملاتړ کوي. د آلمان د ماينز په پوهنتون کي د عربي نړۍ د چارو د څېړنيز مرکز رئيس گيونتر ماير، وايي چي ايران د سوريې په لانجه کي ښکېل دی. نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «ايران د سوريې په جگړه کي يو ډېر مهم رول لوبوي. اسد د ايران له مرستي پرته ښایي په واک باندی د پاتی کیدو هيڅ چانس نه درلودلای.»

دا چي ايران د سوريې سره مرسته کوي وجه يې د دواړو هيوادونو تر منځ ستراتيژيکه ملگرتيا بلل کيږي. په ۲۰۰۶ کال کې د دواړو هيوادونو تر منځ يو پوځي تړون لاسليک سو چي موخه يې په بحراني وختونو کي د يو بل ملاتړ دی. په آلمان کي د پوهي او سياست د بنسټ د منځني ختيځ د چارو کارپوه فولکر پېرتېس، وايي چي همدا وجه ده چي ايران ټول امکانات په کار اچوي چي د سوريې رژيم پر واک پاته سي. نوموړی زياتوي: «ايران د سوريې د لانجې يوه برخه ده. په هغه توگه لکه قطر او سعودي عربستان چي د دغې لانجې برخه دي. که څوک غواړي چي یوه داسي لانجه چي د يو چا په کي ونډه وي حل کړي، نو بايد دغه طرف له ځان سره مل کړي.»

«سعودي عربستان د اسد پرځول غواړي»

سعودي عربستان او امريکا متحده ايالات د سوريې په کنفرانس کي د ايران د گډون مخالفت کوي. پېرتېس وايي چي سعودي عربستان ټينگ هوډ کړی چي د بشارالاسد رژيم رانسکور سي. د نوموړي په وينا د سوريې په لانجه کي سعودي عربستان او په همدې ډول ايران پوره هڅه کوي چي د يو اړخ څخه ملاتړ وکړي. پېرتېس وايي چي سعودي عربستان د ياغيانو څخه ملاتړ کوي چي سني مذهبه دي او ايران د شعيه مذهبه بشارالاسد څخه ملاتړ کوي. په دې توگه د سوریې جگړه د سني مذهبه واک سعودي عربستان او د شعيه مذهبه قوت ايران تر منځ يوه نيابتي جگړه ده.

د امريکا د متحده ايالاتو په هکله فکر کيږي چي ښايي د جوړ جاړي په ترڅ کي تر دې غوښتني تېر سي چي ايران بايد د سوريې په کنفرانس کي ونده وا نه خلي. خو د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون، په شخصي توگه د دې له پاره هڅي کوي چي ايران د سوريې د سولي په پروسه کي ونډه واخلي. د کارپوهانو په وينا د ټولو مخالفتونو باوجود د ټولو ايران، سعودي عربستان، امریکا، روسيې او اروپايي ټولنې تر منځ پر يوه خبره ليوالتيا مشترکه ده او هغه دا چي دوی ټول د دې مخالف دي چي په سوريه کي توندلاري اسلامپاله ډلې پر واک راسي. دا هغه مشترک ټکی دی چي د سوريې د سولي په کنفرانس کي یې د تهران د گډون چانسونه زيات کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب