1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سورېې کړکیچ یواځې له روسې سره حل کیدای شي»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ خرداد ۱۶, شنبه

له دویچه ویله سره په ځانگړې مرکه کې د آلمان صدراعظمې انگلا مرکل وویل چې د نړیوالو کړکیچونو د حل لپاره روسیې ته اړتیا شته، خو سره له دې هم د سترو صنعتی هیوادونو په سرمشرایزه کې ماسکو ته هرکلی نه کیږي.

https://p.dw.com/p/1FcYg
انځور: DW/C. Strack

د آلمان د صدراعظمې انگلا مرکل په نظر د سورېې کړکیچ یواځې هغه وخت حل کیدای شي چې روسیه هم مرسته وکړي. مرکل د جمعې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې کې وویل چې په همدې وجه پرته د اوو سترو صنعتي هیوادونو یا «G7» په سرمشرایزه کې په نورو نړیوالو لانجو، لکه د ایران د اتمي شخړې په حل کې ماسکو د یو«مهم شریک» په توگه پاتی دی. هغې وویل:« دغه راز په سوریه کې د کیمیاوي وسلو له مینځه وړل هم یواځې د روسیی په مرسته ترسره کیدای شي.»

په دغې مرکې کې د آلمان صدراعظمې دغه راز د یونان د پور د لانجې په هکله هم خبرې وکړې. مرکل وویل هغه هیله منه ده چې د G7 په سرمشرایزه کې به هم دا موضوع عنوان کړې چې « کیدای شي چې له آتن سره روانې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي.» سباته (یکشبنه د ۲۰۱۵ کال د جون ۷ مه) د آلمان د باوریا د ایالت په یوې تفریحي ټاټوبي کې د G7 سرمشرایزه دایریږي. په اوسني وخت کې د دغې ډلې دوره یې ریاست د آلمان د صدراعظمې په غاړه دی.

په دغې مرکه کې مرکل په عین وخت کې وویل چې « روسیه په اوسني وخت کې د G7 په غونډو کې ځای نه لري. دا ځکه چې ماسکو په تیرو کلونو کې د مخکښو صنعتي دولتونو ډيرو تصوراتو ته ځان نژدی نه کړ.» هغې یادونه وکړه چې په ۱۹۹۸ کال کې د G7 په چوکاټ کې روسیې ته هم ځای ورکړل شو چې له هغې سره په خاصه توگه د گډو دفاعي مسایلو په برخه کې د نژدې والي لپاره هیله کیدله. مرکل په دې اړه د ناتو او روسیې د مشارکت جوړښت ته اشاره وکړه. دواړو خواوو په ۲۰۰۲ کال کې په دغه چوکاټ کې یو گډه شورا تأسیس کړه.

د ساري ناروغیو پرضد د لا زیاتو هڅو په لاره اچول

له دویچه ویله سره د مرکې په سر کې د آلمان صدراعظمې د ساري ناروغیو (اپیدمي) او جهان شمولو ناروغیو (پاندیمي) پر ضد د نړیوالې مبارزې د نیمگړتیا له امله شکایت وکړ. مرکل وویل: کله چې د باوریا د ایالت د تفریحي ټاټوبو «گارمیش پاتنکیرشن» د «الماو» نومي ماڼې کې د یکشنبه په ورځ د G7 سرمشرایزه دایریږي، نو هغه به پر دغې موضوع له خپلو نورو میلمنو سره خبری وکړې. انگلا مرکل وویل:« کله چې د ۲۰۱۴ کال په پیل کې په لویدځه افریقا کې د ایبولا ناروغي راپیدا شوه، نړیوالۍ ټولنې د هغې پر ضد نه یواځې په گډه غبرگون ښکاره نه کړ، بلکه هغه ډير ناوخته ؤ او ښه هم نه ؤ. دا سی یوه څه باید وروسته له دې تکرار نه شي.»

د G7 د سرمشرایزې په دوهمه ورځ د نوموړې موضوع په هکله د یو شمیر افریقايي هیوادونو مشران هم د سلا مشورو لپاره گډون کوي چې په هغو کې د لایبریا ولسمشره، «الن جانسن سرلیف» هم گډون لري. هغې د نوموړې ناروغۍ د خپریدو په یو ډير سخت وضعیت کې د آلمان صدراعظمې ته په یوې عامه غوښتنې کې د دغې ناروغۍ پر ضد د مبارزې په موخه له لایبریا سره د مرستې لپاره غږ وکړ. مرکل وویل چې د G7 په دغې سرمشرایزې کې د لایبریا د ولسمشرۍ له حضور سره « مونږ غواړو چې د زړه له کومې دې خبرې ته پام واړول شي چې روغتیا څومره زیاته مهمه موضوع ده.»

ټاکل شوې ده چې د «الماو» په ماڼې کې د G7 سرمشرایزه دایره شي.
ټاکل شوې ده چې د «الماو» په ماڼې کې د G7 سرمشرایزه دایره شي.انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د یونان لانجه به G7 تر سیورې لاندې ونه نیسي

دآلمان صدراعظمه گمان نه کوي چې د یونان د پورونو لانجمنه موضوع دې د «الماو» په ماڼې کې د نړې د مخکښ مشرانو لیدنه کتنه تر سیورې لاندې راوړي. هغې وویل چې یونان د دغې غوڼدې غټه موضوع نه ده. خو مرکل وویل چې د نړۍ اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د G7 په غوڼده کې د د «ایرو د حوزې» روان وضعیت باندې به خبرې وشي:« په دې اړه کیدای شي چې د غونډې اروپايی برخه وال د آیرلند بریالیتوب ته اشاره وکړې چې نن د اروپا په اتحادیه کې د سترې اقتصادې ودې د ثبوت نښانه ده. دغه راز په کړکیچ ځپلو هیوادونو لکه پرتگال او هسپانیه کې هم اقتصاد بیرته په ودې پیل کړی دی.»

د آلمان صدراعظمې وویل چې د G7 د خبرو اترو برخه وال «دیموکراتیک دولتونه دي چې په گډو ارزښتونو باور لري. د هغوی ترمنځ هرومرو آزاد او ټینگ بحثونه او نظریات تبادله کیږي، چې پرته له شکه د دیموکراتیکو مقرراتو له مخې مشخص شوي دي.» مرکل یادونه وکړه چې د G7 د چوکاټ تر څنگ G20 ته هم د یو بشپړ کونکي جوړښت په توگه اړتیا شته. په دغه جوړښت کې مختلف هیوادونو له مختلفو ټولنیز نظامونو سره گډون لري.
په G20 کې له ۱۹۹۹ کال څخه را په دې خوا د نړې مخکښ صنعتي او د صنعتي کیدو په درشل کې مهم هیوادونه برخه اخلي.