1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سورې په يوه تلويزيوني ستېشن کي درې ته وژل سوي دي

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15Lwr

د سوریې حکومت ته نژدې يوه تلویزیوني ستېشن باندي په يوه يرغل کي درې تنه وژل سوي دي. ویل کیږي چي وسله والو کسانو د ال اخباریه په نامه د رسنۍ د سټلایت پر ستودیو باندي حمله کړې ده. د دغه برید په ترڅ کي زیاتره ادارې هم زیانمني سوي دي. په برید کي له چاودېدونکو موادو څخه هم کار اخیستل سوی دی. د دغه کارکوونکو د وژلو علت معلوم نه دئ. د سوریې جمهور رئیس بشارلاسد د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتي راهیسي د پاڅون کوونکو په مقابل کي له زورزیاتي څخه کار اخلي. د بشري حقونو د فعالینو په حواله له هغه وخت راهیسي شاوخوا ۱۵ زرو انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.