1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوسيال دموکرات گوند ځيني غړي د افغانستان په وړاندې د آلمان پر سياست باندې نيوکې کوي

۱۳۸۶ فروردین ۶, دوشنبه

د آلمان سوسيال دموکرات گوند خپله نارضايتي ښکاره کړې ده او وايي چې د آلمان د پوځ د ماموريت د تمديد پرېکړه په پارلمان کې به ډېره ناندريزه وي. د نوموړي گوند استازي دېتلف ځمبريڅکي د «تاگسشپيگل» ورځپاڼې ته وويل: «موږ د نظامي ځواکونو په اړه ډېر بحث کوو نه د افغانستان د ملکي بياودانولو په باره کې.»

https://p.dw.com/p/DKJQ
دا مهال د آلمان د دوو لويو گوندونو ائيتلاف په برلين کې د واک چارې پر مخ بيايي
دا مهال د آلمان د دوو لويو گوندونو ائيتلاف په برلين کې د واک چارې پر مخ بيايي
د مارچ مياشتې په پيل کې نوي تنو سوسيال دموکراتانو د آلمان د ائيتلافي حکومت د غوښتنو په خلاف د تورنادو اکتشافي الوتکو ماموريت رد کړی و. ځمبريڅکي د افغانستان د حکومت تقويه کول مهم وبلل. افغان حکومت تېر کال په دې ونه توانېد چې بهرنۍ مرستې ولگوي، يوازې دېرش په سلو کې پيسې په دې لړ کې لگول شوي دي، ځمبريڅکي زياته کړه چې د دولتي جوړښتونو او تشکيلاتو په رامنځ ته کولو کې بايد له افغاني غاړې سره مرسته وشي. په دې موخه دې د آلمان دولتي مشاورين کابل ته واستول شي. د افغانستان په جنوب کې تر عملياتو څخه وروسته دې نړيواله ټولنه د ځمبريڅکي په وينا د بيا رغاونې چارې هم پيل کړي. ده همداراز وويل: »که موږ غواړو د افغانستان په جنوب کې مرسته وکړو بايد نورې پيسې چمتو شي.«