1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي جايزه د «جګړی يو ولسمشر ته»

۱۳۸۸ آذر ۲۰, جمعه

د نوبل کميټه سږ کال په دې نظر ده چې په نړۍ کې د سوله ايزو هيلو په برخه کې هيڅ کوم بل څوک د اوباما ځای نه شي نيولی. خو په اوسلو کې گڼ شمېر لاريون کونکي په دې خبره شک لري.

https://p.dw.com/p/KztQ
ولسمر او د سولی جايزی ګټونکی اوباما له خپل مدال او ديپلوم سره د نوبل د سولي د جايزي د کميتي له رييس Thorbjorn Jagland ترڅنک په اوسلو کي د نوبل د سولي د جايزي د مراسمو په ترڅ کي ليدل کيږي
ولسمر او د سولی جايزی ګټونکی اوباما له خپل مدال او ديپلوم سره د نوبل د سولي د جايزي د کميتي له رييس Thorbjorn Jagland ترڅنک په اوسلو کي د نوبل د سولي د جايزي د مراسمو په ترڅ کي ليدل کيږيانځور: AP

په زرگونو خلکو بارک اوباما او د هغهء ميرمني ته انتظار ايست. هغوي د عنعنوی او دود له مخی د نوبل جايزي د تازه وړونکي په وړاندي خوشالي څرگندوله. يواځي يو څو ساعته مخکی اوباما د نوبل د سولي جايزه تر لاسه کړي ده. ښايي هغه به پوهيږي چي ډيرو خلکو ته دا خبره د منلو وړ نه ده چي هغه ولسمشر چي يوه جگړه پر مخ بوزي، د سولي جايزه هم تر لاسه کوي. او اوباما سربيره پر دي پوهيږي چي دي اوس د سترو لارښوونکو په لړۍ کي هم راځي، لکه د ساري په توگه مارتين لوتر کينگ، چي اوباما د نوموړي د عدم تشدد مفکوره وستايله.

«خو د دولت د يو مشر په توگه چي قسم يي خوړلي دي د خپل ملت څخه به ساتنه او دفاع کوي، زه نه شم کولاي چي د هغهء پيروي وکړم. زه بايد له نړۍ سره چلند وکړم لکه څنگه چي ده او خپل ملت ته د متوجه گواښونو څخه سترگي نه شم اړولي. يوه خبره څرگنده ده: په نړۍ کي خباثت شته.«

په دي ډول اوباما هڅه کوي په افغانستان کي له خپل سياست څخه دفاع وکړي. خو اوباما د نړۍ له وگړو څخه غوښتنه هم کوي چي تل دي سوله ايزي لارو پسي لټون کوي. هيڅکله بايد سړي بي هيلي نه شي.

«راځي هغي نړۍ پسي تلاش وکړو لکه څنگه چي بايد واي. هغه الهي بڅرکي يادوم چي زموږ په ارواگانو کي شتون لري.«

د نوبل کميټه سږ کال په دي نظر ده چي په نړۍ کي د سوله ايزو هيلو په برخه کي هيڅ کوم بل څوک د اوباما ځاي نه شي نيولي. خو په اوسلو کي گڼ شمير لاريون کونکي په دي خبره شک لري. د هغوي په اند بارک اوباما تر اوسه پوري ثابته کړي نه ده چي نوموړي د نوبل د جايزي لياقت لري. خو که خلک شکمن وي او يا د نوموړي پلوي کوي، ټول به ښايي په يوه خوله ووايي چي: د نوبل د سولي جايزه د متحده ايالتونو د ولسمشر د پاره ډير مسووليتونه له ځانه سره راوړي.

اوباما د نوبل د سولي جايزي له منلو څخه وروسته برخه والو ته وينا به حال کی
اوباما د نوبل د سولي جايزي له منلو څخه وروسته برخه والو ته وينا به حال کیانځور: AP

نړيوالو مطبوعاتو او په دي ترڅ کي آلماني رسنيو هم دغي موضوع ته ژوري کتني کړي او رنگارنگي تبصري يي خپري کړي دي. د فرانکفورت الگيماينه ورځپاڼه وايي:

«دغه وينا، چي د امريکي ولسمشر يي په اوسلو کي د نوبل د سولي د جايزي د ورکړي پر مهال واوروله، ډيره واقعي بينانه او د واهي تصوراتو څخه پاکه وه. په کي د يوي نوي او سوله ايزي نړۍ په اړه لږ تصورات مطرح شول، خو د عملي سياسي کړنو د منجلاب په هکله ډيري څرگندوني وشوي چي اوباما ورسره په خپل هيواد کي دننه او دباندي هم، مثلا په افغانستان کي، مخامخ دي.«

د لايپڅيگ ولسي اخبار دغه لاندي تبصره چاپ کړي ده:

«واقعيتونو ته هر کله راشي! ښاغلي ولسمشر!» دا د سولي د جايزي په تاريخ کي هغه گټونکي ته، چي د دغي جايزي وړ نه و، په ډير زيات درناوي سره ورکړل شوي ډالۍ وه. په لا زياتي هوښيارتيا او ښي وينا به هيچا پرته له باراک اوباما نه شواي کولاي چي د نوبل د جايزي د کميټي د لاري په راټوکيدلي پيچلي او په سياسي لحاظ له خنډونو ډک پيوستون څخه ځان راخلاص کړي.»

د لايپڅيک ولسمي ورځپاڼه خپلي تبصري ته ادامه ورکوي او په لاندي کرښو کي زياتوي:

«هغه داسي يوه وينا وړاندي کړه چي د جان اف کنيدي او جورج ډبليو بوش د خبرو يوه مجموعه ښکاره کيدله. د اوباما پيغام دا ځل د پخوا په نسبت ډير څرگند و: له اوسلو راوروسته هم نوموړي هغه څه پاته کيږي چي لا پخوا هم و: د جگړي يو ولسمشر.«

د کيلر ناخريشتن په نوم ورځپاڼه بيا داسي يوه تبصره لري:

«سوله د جنگ د نه شتون څخه لا ژوره معني لري. سوله د آزادۍ او عزت په يوه فضا کي ژوند ته وايي تر څو سړي پر مخ ولاړ شي. تروريستان، چي سوله او آزادي، يعني زموږ د ټولني تر ټولو مهم ارزښتونه، ورته شيطاني پديدي ښکاري، نه يوازي د افغانانو او عراقيانو دپاره ژوند ته گواښ او خطر پيښوي، بلکي زموږ دپاره هم داسي ده.»

خبري رسني او آژانسونه/ نسيم صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم