1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولي خبري اتري به بيا ژر پیل شي»

۱۳۹۴ مرداد ۱۴, چهارشنبه

په بهرنیو چارو کې د پاکستاني د لومړي وزیر نواز شریف، ځانګړي استازې د افغانستان د سولي خبرو اترو د بیا پیلیدو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده. دغه خبري د ملا عمر د مړیني تر خبر وروسته وځنډېدې.

https://p.dw.com/p/1GAH0
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغان حکومت او طالبانو استازو په لومړي وار د جولای میاشتي پر اتمه نېټه په اسلام آباد کې مخامخ سره ولیدل او د سولي پر موضوع باندي یې خبري وکړي.

ټاکل شوې وه چې دواړه اړخونه د جولای مياشتي پر ۳۱مه نېټه یووار بیا سره وویني خو دغه غوڼډه د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړیني تر خبر وروسته تر یوې نامعلومي مودې وځنډول شوې.

په بهرنیو چارو کې د پاکستاني د لومړي وزیر مشاور طارق فاطمي، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو له ځانگړي استازي سره په لیدنه کې ډاډ ښوولی چې خبري به بيرته پيل شي.

فاطمي ویلي دي، هغه ډاډه دی چې خبري اتري به ډیر ژر بیا پیل شي او د افغانستان له سولي او ثبات سره به مرسته وکړي.

طالبانو په وروستیو وختونو کې ومنله چې ملا محمد عمر، مړ شوی دی او له همدې کبله هغوی ملا اختر محمد منصور، د دغي ډلي د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. تر دې ټاکني وروسته د طالبانو په منځ کې مخالفتونه رامنځته شول.

له بلې خوا طالبانو د روانو خبرو اترو په اړه بې خبري څرګنده کړې ده او ویلي يې دي چې خپلې جګړې ته به دوام ورکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب