1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د جایزې ګټونکې سان سوچي پارلمان ته خپله لوړه وکړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14nuZ

په برما کي د اپوزیسیون مشري اونګ سان سو چي ، د چارشنبې په ورځ د دغه هیواد د پارلمان د غړی په حیث خپله لوړه وکړه. د سولي د نوبل د جایزې دغي ۶۶ کلني ګټونکی دNDL په نامه د خپل ګوند د غړو سره په ګډه په پایتخت نایپیاتو کي اساسي قانون ته لوړه وکړه. مخکي تر دې سان سوچي او د هغې د دیموکراسۍ له پاره د ملي لیګ په نامه ګوند، د دغه هیواد په اساسي قانون کي د ځینو بدلونونو غوښتنه کوله. په تېر کال کي په برما کي د حکومت پوځي قدرت راکم سو او په دې ډول د اپوزیسیون د مشري سره د خبرو اترو زمینه برابره سوه. د سولي د جایزې دغه ګټونکې تر پوځي مشرتابه لاندي ۱۵ کاله په خپل کور کي تر نظارت لاندي وه.