1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولي د خبرو اترو پیلیدو ته امیدواري شته»

حسین سیرت۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې اوس هم هیله من دي چې پاکستان به د سولې په ټینگښت کې همکاري وکړي. په عین حال کې د پاکستان او چین رهبرانو هم په افغانستان کې د سولې په رامنځ ته کیدو ټینگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FBqN
انځور: DW/H. Sirat

ویل کیدل چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ به په مارچ میاشت کې د سولي خبري اتري پیل شي، خو تر اوسه لا دغه مذاکرات نه دي تر سره شوي. د افغانستان د سولي عالي شورا ویلي دي چې دغه خبري اتري به هغه وخت پیل شي چې طالبان په افغانستان کې د سولي او ثبات د رامنځ ته کیدو له پاره جدي اراده ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني، د سه شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت اوس هم امیدواره دی چې پاکستان به د سولې په پروسه کې همکاري وکړي: «افغانستان په دې برخه کې د عملي گامونو پورته کیدو ته په انتظار دی او اوس هم د پاکستان د اسلامي جمهوریت او د سیمې د نورو گاونډيانو له خوا په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو په برخه کې د عملي گامونو د اخيستلو امیدواري شته.»

اقتصادي پروژې او سوله

هغه سیمه چې افغانستان په کې موقعیت لري، له یو پلوه د داعش د نفوذ په څیر له تازه گواښونو سره مخامخ ده او له بلي خوا د سیمي اقتصادي قدرتونه په دې هڅه کې دي چې په دغه سیمه کې په سوداگریزو او ترانزیتي اړیکو کې ښه والی راولي.

په پام کې ده چې چين د «چین او پاکستان اقتصادي دهلیز لاري» له پاره ۴۶ میلیارده امریکایي ډالر پانگونه وکړي. د دغې پروژې په تطبیقیدو سره لویې لاري او د اورگاډي پټلې، د چین لویدیځه څنډه له پاکستان سره نښلوي. د دغې ستري اقتصادي طرحې په تکمیلیدو سره به چین د هند درياب ته نزدې لاره ومومي او پاکستان به هم له دغي پروژې څخه ستره گټه واخلي.

پاکستان وروسته له هغې چې د چین ولسمشر یې هیواد ته سفر وکړ یوه اعلامیه خپره کړې ده. په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي چې چین او پاکستان په افغانستان کې د سولې ټینگیدو ته ژمن دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د سیمي ګاونډي هیوادونه د سولي د پروسې ملاتړ کوي. هغه وویل: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت ټولو دوستو هیوادونو په وار وار د افغانانو په مشرۍ د سولي د پروسې ملاتړ کړی. د سولې په برخه کې چې د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ کومي ګټوري خبري اتري شوي دي، په لوړه سطحه یې خوشبینۍ رامنځ ته کړي دي.»

د خلکو غوښتني

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د نا امنیو په ډېرېدو سره افغان وګړي هم له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د سولي او ثبات له پاره جدي کارونه تر سره کړي. هغوی وايي د سولي پروسې په اړوند باید له خلکو سره معلومات شریک شي، ځکه جګړو له خلکو آرامي اخېستې او له اقتصادي زیان سره یې هم مخامخ کړي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی ملنګ وايي چې د حکومت مشران باید خپل اختلافونه ختم کړي. هغه زیاتوي چې د سولې په رواستو کې د خلکو همکاري هم مهمه ده: «ډاکټر صاحب عبدالله او اشرف غني په خپلو کې سره نه دي جوړ. که چیرې ملت سوله وغواړي، سوله راتلای شي.»