1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د عالي شورا په وړاندي پراته خنډونه

۱۳۸۹ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د سولي د عالي شورا جوړيدو د ملک دننه د چارو د کار پوهانو او دولتي چارواکو بيلا بيل غبرګونونه را پارولي دي.

https://p.dw.com/p/P5oK
ددې شورا مشري پخپله جمهورريس کرزی کوي
ددې شورا مشري پخپله جمهورريس کرزی کويانځور: AP

له مخالفينو سره د پخلايني په موخه جوړه سوې شورا پنځوس غړي لري چي نومونه به يې تر کوچني اختر وروسته اعلاميږي.

دغه شورا د شمالي ټلوالي له ځينو قوماندانانو، د کابل ميشته طالبانو يو شمير پخوانيو غړو، خپلواکو سياسي مشرانو، د عالمانو شورا او حکومت له يو شميرغړو، او ځينو مېرمنو جوړه ده.

که څه هم د دغي شورا د تشکيل په باب نور جزيات ندي ورکړل سوي خو د ګلبد ين حکمتيار د اسلامي ګوند ځيني غړي او ځيني طالب قوماندانان هم د هغې په غړي توب نازول سوي دي.

د سولي د عالي شورا غړي ارسلا رحماني چي يو مهال يي د طالبانو په حکومت کي لوړه دولت منصب درلود وايي دوی به داسي تګلاره وړاندي کړي چي دواړو لورو ته د منلو وړ وي.

«په دغو کسانو کي به هغه کسان وي چي هغوی په سوله عقيده ولري، رسوخ ولري، ښه موقف ولري، حکومت ته يې د باور فيصدي لوړه وي او مخالفينو ته هم د منلو وړ وي».

خو اوس د سولي د عالي شورا له جوړيدو سره دا پوښتنه را پيدا سوې چي ايا د حکومت په دننه کي به داسي کسان نه وي چي د دغي شورا د فعاليتونو مخ ته خنډونه جوړ کړي، دغي پوښتني ته د سرحدونو چارو وزارت پخواني وزير سليمان لايق ځواب وايي:

«په دولت کي دننه داسي شخصيتونه او مقامات شته چي له طالبانوسره د سولي په خبرو موافقه نه لري. تاسو وليدل چي د ملي امنيت ريس استعفا وکړه او هغه وويل چي دی دې خبرو ته اماده ندی، دليل يې وړاندي کړ چي دی له طآلبانوسره سوله ته اماده ندی او دا غير ملي اقدام دی، او په خارج کي ملا برادر چي سولي ته اماده وو او له خپلو ملګرو سره دي خوا ته راته ونيول سو».

معصوم ستانکزی چي په امنيتي چارو کي د ولسمشر د سلاکار دنده لري د دي شورا د دارالانشاه د مشر په توګه ټاکل سوی.

د سولي په عالي شورا کي د يو شميرهغو کسانو شتون چي د تيرو څو لسيزو په کورنيو جګړو کي ښکيل ول، د يو شمير افغانانو حساسيتونه را پارولي دي.

د مشرانو جرګي غړي زلمي زابلی هم يو له دغو کسانو څخه دي.

«که بيا هغه څيري وي چي په دي نهو کلونو کي يي حکومت سره وېشلی دی، بيا هغه پيژندل سوي څيرې وي په هغوئ نه ملت اعتبار کولای سي نه مخالفين بيا به يي هم متاسفانه نتيجه منفي وي.»

عبدالرب رسول سياف، برهان الدين رباني، کريم خليلي، سلام راکټي، وکيل احمد متوکل او عبدالسلام ضعيف د هغو پنځوسو کسانو له ډلي څخه دي چي د دغي شورا غړي توب ورکړل سوی دی.

خو د افغانستان د مشرانو جرګي مشر صبغت الله مجديدي چي له تيرو شاوخوا نهو کلونو را پدي خوا د سولي او ملي پخلاينۍ د يوه کمېسيون مشر دی د سولي د عالي شورا بريالي توب ته د شک په سترګه ګوري.

مجديدي وايي دغه شورا د پاکستان د استخباراتي اداري له همکارۍ او مرستي پرته خپلو موخو ته نه سي رسيدلای.

«د پاکستان استخباراتي اداره د مخالفينو له مشرانو سره نږدې اړيکي لري او که چيرته له شورا سره همکاري وکړي هڅي يي يو ځاي ته رسيږي، تاسو خبر ياست چي د طالبانو هغه مشران چي د سولي خبري سره يو ځاي کيږي هغه په پاکستان کي يا نيول کيږي يا وژل کيږي».

د سولي عالي شورا چي يو شميرهيوادونو يې هم له جوړيدو ملاتړ کړی د افغان حکومت له لوري له مخالفينو سره يوه جوړ جاړي ته د رسيدو لپاره جوړه سوې ده.

د دغي شورا د جوړښت په اړه داسي هم ويل کيږي چي په اړه يي د سولي په ملي مشورتي جرګه او له هغه دمخه د لندن په کنفرانس کي هم يادونه سوې وه.

د دغي شورا تر جوړيدو دمخه د صبغت الله مجديدي په مشرۍ يو کمېسيون هم له دولت سره د نارضيانو په يو ځاي کولو کي کار کاوه خو اوس داسي ويل کيږي چي د نوي شورا په جوړيدو به د دغه کمېسيون چارو ته د پای ټکی کيښودل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل