1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي د نوبل جايزه بارک اوباما ته ورکول سول

۱۳۸۸ مهر ۱۷, جمعه

د سولي د نوبل جايزه په ډير حيرانونکي ډول سره سږکال د امريکا جمهوررييس بارک اوباما ته ورکول سول . د ناروې د نوبل کميټې د خپلي فيصلې دليل د بارک اوباما فوق العاده هغه کوښښونه وښوول،چه غواړي

https://p.dw.com/p/K32f
د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

د ولسونو او ملتونو په منځ کښي دګډکارکولو کار پياوړی کي . او پدې ډول اوباما کاملأ يوه نوې بين امللي فضأ رامنځته کړېده .

د تصميم په نيولو کښي خاصتأ د يوې « بيله اټومي وسلو نړۍ » په لار کښي د بارک اوباما آمادګۍ ته ډير ارزښت ورکول سوی دی .

کله چه اوباماپه پراګ کښي د بيله اټومي وسلو ديوې نړۍ غوښتنه کوي
کله چه اوباماپه پراګ کښي د بيله اټومي وسلو ديوې نړۍ غوښتنه کويانځور: abaca

بارک اوباما د دجنورۍ د 20 څخه د امريکا د لمړني تورپوستي په حيث په کار شروع کړيده ،او په دغه لنډوخت کښي يې د سولي په لار کښي مهم قدمونه پورته کړيدي .

د سولي دغه جايزه چه تر يوه مليون ايرو يوڅه لږ ده ،دډسامبر پر 10ورکول کيږي .

پروسږکال دسولي د نوبل جايزه د فنلينډ پخواني جمهوررييس او دسولي منځګړي مارتي آتيساري ته ورکول سوې وه .

Dpa /

کتونکي : محمد قاسم نوري